د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د بشر حقونو کمېسیون: د طالبانو رهبري دې د عامه تأسیساتو په تړاو خپل دریځ څرګند کړي


ارشیف، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې یو الوزول شوی پل
ارشیف، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې یو الوزول شوی پل

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د عامه تأسیساتو او بنسټونو ورانول له نړیوالو بشرپاله اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته د منسوبې هغې وېډيو تر خپرېدو وروسته ده چې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ ودانۍ په‌کې په بمونو الوزول کېږي. دا تصويرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، تر اوسه د ازادي له‌خوا په مستقله توګه نه‌دي تأييد شوي.

وسله‌وال طالبان په دې اړه څه نه‌وايي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې دا موضوع باید په جدیت سره وڅېړي.

ښاغلي مشکور د طالبانو له رهبرۍ وغوښتل چې په راتلونکي کې د عامه تأسیساتو په تړاو خپل دریځ څرګند کړي: "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په کراتو د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کړی چې نړیوالو بشردوستانه ااصولو ته جدي پاملرنه وکړي، د عامه تأسیساتو ورانول، له نړیوالو بشرپاله اصولو ښکاره سرغړونه ده، موږ د طالبانو له رهبرۍ غواړو چې دا او دې ته د ورته نورو پېښو عاملین دې په ګوته او موضوع په جدیت سره وڅېړي، همدارنګه په راتلونکي کې د عامه تأسیساتو په تړاو خپل نظر او دریځ څرګند کړي."

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور

د رسنیو د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو له مخې د فراه ولایت د انار درې، پشت‌رود او جوین ولسوالۍ څو ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېدلې، خو کومې حکومتي سرچینې دا راپورونه نه تأييد او نه هم رد کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ځینو سیمو کې چې افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی، د بېرته نیولو لپاره‌یې عملیات روان دي چې له دې ډلې د کندز خان‌اباد او د تخار چاه‌اب ولسوالۍ بېرته نیول شوي او د نورو د نیولو لپاره هم عمیات په جدیت سره روان دي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزی ازادي راډیو ته وايي: "دښمن چې کومې سیمې نیولي، تل‌یې هڅه کړې چې عامه تأسیسات لکه ودانۍ، پلونه، پلچکونه ویجاړ کړي، دوی (طالبان) د عامه تأسیساتو دښمنان دي، موږ هڅه کوو چې نیول شوي عامه تأسیسات بېرته ترلاسه او خوندي کړو."

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

هڅه مو وکړه چې د خپرې شوې وېډیو او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غوښتنې په اړه د طالبانو نظر هم ځان سره ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره بیا هم د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پيغامونو په لیدو هم په دې اړه څه ونه‌ویل.

خو طالبانو په تېره کې ویلي، عامه تأسیسات نه‌ورانوي او د ټولګټو پروژو خوندیتوب ته ژمن دي.

د انار درې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو فواد او علي احمد د ودانۍ د تأسیساتو په اړه خپل نظر له ازادي راډیو سره داسې شریک کړ: "دا د دولت نه، بلکې د ملت شتمني ده چې باید وساتل شي، له دواړو خواوو غواړو چې ملي شتمني او بنسټیزو زېربیناو ته جدي پام وکړي."

"د ودانیو ورانول د ملت په زیان دي، عامه تأسیسات په ډېرو پیسو او زیار سره جوړېږي او بیا یې دوی په بمونو الوزوي، له طالبانو مو جدي غوښتنه ده چې له دې ډول کارونو لاس واخلي دا ښه کار نه‌دی."

بل‌خوا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د عامه بنسټونو له‌منځه وړل او ویجاړول ناسم کار بولي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر ولسونو غږ شوی چې د خپل ښوونځي، سړک، جومات، روغتون، پوهنتون او عامه بنسټونو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

ننګرهار کې یو نړول شوی پل
ننګرهار کې یو نړول شوی پل

د فراه د انار درې ولسوالۍ د ودانۍ ویجاړول د عامه تأسیساتو د ورانولو د لړۍ لومړی ځل نه‌دی، بلکې څه موده وړاندې په ارزګان ولایت د نیمه تعلیماتو مؤسسه ویجاړه شوې، همدا شان په وردګو، لغمان ولایتونو کې ځینې پوستې د طالبانو له لوري له نیولو وروسته ویجاړې شوې وې چې بېلابېل ولسي غبرګونونه‌یې له ځان سره درلودل.

د یادونې ده چې مخکې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په ځلونو ويلي چې طالبانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د يو میلیارد ډالرو په ارزښت زېربناوې او عامه تأسیسات وران کړي دي او نړیوالې ټولنې هم په طالبانو غږ کړی چې عامه تأيسات دې نه‌ورانوي.

XS
SM
MD
LG