د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

شوراګانې: دولت دې د غزني ګیرو کې پروژې پلي کړي، طالبان ستونزه نه لري


ارشیف، هېواد کې یو نړیدلی پُل
ارشیف، هېواد کې یو نړیدلی پُل

د غزني ګیرو ولسوالۍ سیمه ییزې شوراګانې د دغه ولایت له سیمه ییزې ادارې غواړي چې د دوی په ولسوالۍ کې دې دولتي پروژې پلي کړي.

د یادو شوراګانو یو شمېر استازو له والي او ځینو نورو چارواکو سره د لیدنو پرمهال دغه غوښتنه کړې ده.

د دوی څو تنو ازادي راډیو ته وویل، په دغه لیدنو کې له چارواکو وغوښتل شول چې نور دې د ګېرو خلک په تیارو کې نه ساتل کېږي.

دوی وايي، له څه باندې یوې لسیزې را وروسته دغه سیمه کې د جګړو له امله هېڅ پروژې ته اجازه نه وه ورکول شوې، خو اوس چې جګړې نه شته او طالبان هم اجازه ورکوي نو دغه پروژې دې پلي شي.

په غزني کې یو ویجاړ شوی سړک
په غزني کې یو ویجاړ شوی سړک

د یادې ولسوالۍ د ښال سیمې د محلې شورا مرستیال ډاکټر عبدالوکیل وايي، د پوهنې، روغتیا او ځینو نورو برخو کې د پروژو پلي کېدلو سره اوس څوک ستونزه نه لري: "د کارېزو لپاره چې کومې شوراګانې راغلي هغه دې پلې شي، د ولسي تړون پروژې دې پلې شي، د ګېرو خلک د ټولو پروژو مستحق دي، په اوس وخت کې هلته د ښوونځیو د تاسیس زمینه برابره شوې ده، کومې پروژې چې د ولسي تړون او پوهنې له لوري دي، هغه هلته د پلې کېدو وړ دي."

د غزني ګېرو ولسوالۍ په ټولیزه توګه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

د دې ولسوالۍ د دېسي سیمې د شورا غړي امان الله دېسي وال وايي، هر ډول پروژه لکه پُل، پلچک، سړک جوړونې او داسې نورو کارونو ته اوس په ګېرو ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري اجازه ورکول کېږي، او دولت دې لاس په کار شي.

دی وايي: "یوه میاشت مخکې ما خپله ګیرو ولسوالۍ ته له وزارته راغلي انجنیران وړي دي او دوی پنځه پروژې سروې کړې چې یوه د ښال کلي کې، یوه د موساخېلو، یوه د پنې، دوه د دېسي کلي کې وې، د طالبانو په همکارۍ مو په سیمه کې دوه ورځې او دوه شپې تېرې کړې، انجنیران موږ ته ډاډ راکړ، که هغوی اطمینان نه وای راکړی، نو نن موږ له والي سره نه شوای لیدلای."

خو د غزني محلي چارواکي بیا وايي، که د هرې ولسوالۍ او سیمې اوسېدونکي ورڅخه د پروژو غوښتنه وکړي، دوی به ورته کار وکړي.

د غزني ښار
د غزني ښار

د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي: "که وسله وال مخالفین، د دې مانع ونه ګرځي او یا ولسونه د دې تضمین وکړي چې د دولت وسله وال مخالفین به په پروژو کار نه لري، نو په را روان کې موږ په پلان کې لرو او په زرګونو پروژې په هغه ولسوالیو کې چې پخوا ورته کار نه وو شوی انشاالله موږ به ورته کار وکړو."

ګېرو د غزني ولایت له مرکزه په ۶۵ کیلومتره واټن سهېل لورته پرته ولسوالۍ ده او شااوخوا ۴۵ زره اوسېدونکي لري چې ۱۹ زره یې ښځې اټکل شوي دي.

د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي په ټولیز توګه په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

په تیره یوه لسیزه کې په دغه ولسوالۍ کې سختې جګړې تیرې شوې چې له امله یې ډېری پلونه، پلچکونه، سړکونه، روغتونونه، ښوونځي او عامه تأسیسات له منځه وړل شوي چې اوس یې د دغه ځای اوسېدونکي د جوړولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG