د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د هسکې مېنې ولسوال: داعش ښوونځي او د خلکو مېنې په بشپړ ډول ویجاړ کړي


د ننګرهار ولایت د هسکې مينې ولسوال رضوان الله بشرمل د يکشنبې په ورځ په هغه ناسته کې چې د ننګرهار ولایت مرستیال په مشرۍ د يو شمېر ادارو مسوولین دې ولسوالۍ ته ورغلي وو، وويل چې د دې ولسوالۍ زياتې سیمې له داعش وسله‎والو پاکې شوي او مهم مرکزونه يې هم له منځه تللي، خو د هغه په خبره د دې ولسوالۍ په ټولو داعش ځپلو سیمو کې روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، د خلکو کورونه او سړکونه په بشپړ ډول له‎منځه تللي دي.

په داعش ځپلو سیمو کې روغتيايي مرکزونه، ښوونځي او د خلکو مېنې په بشپړ ډول تخریب شوي.

دی وايي، که په‎دې سیمو کې امنيتي پوستې او خلکو ته د اوسېدو اسانتیاوې برابرې نه‎شي، خلک زړه نه ښه کوي چې خالي کنډوالو ته راستانه شي.

بشرمل زیاته کړه:

"کورونه وران دي، عامه تاسیسات وران دي، بندونه وران دي او بله مهمه مسئله دا ده چې له دې ځایه کډوال شوي خلک د نظام همکار وو او دلته چې پوستې وانه چول شي او دا خلک مطمئن نه‎شي دوی نه‎شي راتللی."

د ولایت مرستیال تميم عارف مومند وايي، په هغو برخو کې چې د ولس اړتيا ده د ولایت مقام ژمن دی چې په مختلفو برخو کې د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي.

ښاغلی مومند زیاتوي:

"موږ يو وار بیا ژمنه کوو، که د پوهنې په برخه کې وي، که هغه د روغتیا او یا نورو په برخو کې اړتياوې وي، انشالله ولایتي اداره ژمنه ده او په هغې برخو کې به نور هم کار وکړو."

د ولایتي ادارې یو شمېر مسوولینو هسکې مېنې ولسوالۍ ته په‎دې سفر کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ځينو پروژو پرانېسته هم وکړه.

د عامه روغتيا رئيس ډاکټر نجیب کامه‎وال او د پوهنې رئيس حسیب الله شينواري دې ولسوالۍ ته د منظور شوېو پروژو په اړه ازادي راډيو ته وويل، د روغتیا او پوهنې په برخو کې به تر یوه حده شته ستونزې اوارې شي:

"ډاکټر نجیب کاموال: نن د دې روغتون چارې چې ستاسې په مخ کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، دا به له ۳۰ نه تر ۵۰ پورې بستر ولري او د راتلوونکو دوو کالو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

حسیب الله شینواری: په را روان کال کې موږ غواړو چې د هسکې مېنې ولسوالۍ څلور بابه ښوونځيو ته تعميرونه ورغوو او هغه د سرپنا ستونزه يې حل کړو، همدارنګه د شپولې لېسې لپاره په همدې ورځو کې یو تعمير شروع کېږي چې د هغې لپاره مو ساحه مشخصه کړې ده، بل د لومړي ځل لپاره موږ په‎دې ولسوالۍ کې ښځينه زده کوونکو لپاره دارالمعلمين پيل کړ چې په هغې کې به ښځينه ښوونکې روزل کېږي او دې سره به د ښځينه ښوونکو د کمبود ستونزه حل شي."

د هسکې مېنې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره په تېره یوه نيمه لسیزه کې د چارواکو ټول سفرونه د جګړو او عملياتو په تړاو وو، خو دا لومړی ځل دی چې د ولایتي ادارې یو شمېر مسوولین دې ولسوالۍ ته د پروژو د پرانېستې لپاره ورځي.

دوی وايي، که حکومتي چارواکي د هسکې مېنې پرمختيايي کارونو تطبیق ته د اړوندو ادارو پام راوانه‎ړوي او داعش ځپلو سیمو کې د امنیت د خوندیتوب تر څنګ خلکو ته د اوسېدا زمینه برابره نه‎کړي، نو د امنیت په برخه کې د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.

راپور: شاه محمود شینواری- ننګرهار

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG