د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د جنسي تاوتریخوالي د منعې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې 'ښځې او ماشومان' زیانمن قشر دی


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د جون ۱۹مه په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي د منعې نړیواله ورځ؛ اوس مهال د افغانستان په زیاترو سیمو کې جنګ جګړې دي، دغه وضعیت پر ا فغانانو څه اغېز کړی؟

د خوست ولایت د یوې ولسوالۍ ۲۱ کلنه اوسېدونکې، هغه ځای چې د نور هېواد په څېر نا امنه ده، د امنیتي ګواښونو له امله نه‌غواړي خپل نوم واخلي.

دغه مېرمن وايي، په ۱۴ کلنۍ کې د خپلې خوښې خلاف نامزده شوه، له نامزدي درې کاله نه‌و تېر چې نامزد یې په خوست ولایت کې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو.

دا پېښه د نوموړې د ستونزو پیل و، له هغې وروسته مجبوره شوه چې له خوښې پرته له بل چا سره ژوند وکړي، هغه ژوند چې نوموړې پرې راضي نه‌وه.

په ولسوالۍ کې د جګړو له امله یاده مېرمن ونه‌توانېده چې د ځان لپاره د عدالت غوښتنه وکړي.

دا وايي: "زموږ ولایت په ځانګړې توګه هغه ولسوالۍ چې ما په‌کې ژوند کاوه زیاته ناامنه ده، هغه ځایونه له طالبانو سره و، هلته دولت نه‌و، د دې لپاره چې څوک نه‌و، زه مجبوره شوم چې د خلکو خبرې ومنم، له ځانه مې دفاع ونه‌شوه کړای، مجبوره شوم، له نکاح پرته مې د خسر کور کې څلور کاله تېر کړل، ما مېړه نه‌درلود، مېړه نه‌درلودل خپله یو ظلم دی، څه مې کړي وای، مجبوره وم چې ظلم وزغمم او بیا له هغه ځایه راووتم."

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، که څه هم دغه کمېسیون تر اوسه په جګړو کې د جنسي ځورونې په اړه کره شمېرې نه‌لري، خو ښځې او ماشومان د ټولنې تر ټولو زیانمن قشر دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور

د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل، نړیوال بشردوستانه حقوق او اصول حکم کوي چې په وسله‌والو جګړو کې په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقونو ته باید پام وشي، د وسله‌والو جګړو پر مهال تجاوز نړیوال لوی جرم دی او باید په جدیت ورته رسېدنه وشي.

ښاغلی مشکور زیاتوي: "د وسله‌والو جګړو پر مهال جنسي تېری لوی نړیوال جرم دی چې باید په جدي توګه ورته رسېدنه وشي، له بلې خوا د جنګیالیو په لیکو کې د ماشومانو جذب یوه بله موضوع ده چې د نړیوالو بشردوستانه حقونو له اصوله سرغړونه بلل کېږي، له دوی نه د سرتېري په توګه استفاده کول یوه وسیله ګرځي چې په پوځي قرارګاوو کې ورنه جنسي استفاده وشي."

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال ساتونکي دي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول هغه قوانین، اسناد او په نړیواله کچه معتبر نړیوال تړونونه چې باید په جګړه کې مراعت شي، مراعت کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ورکشاپونو، پروګرامونو او خبرونو په ذریعه زموږ همکارانو ته رسېږي، د دې مواردو په اړه موږ ډېر جدي یو، د دفاع وزارت رهبري په دې اړه تل هڅه او کوښښ کړی او د دې موضوع رعایت سل سلنه کېږي، موږ ته دا یو سور خط دی، موږ له خپلو منسوبینو په جدي ډول غوښتي چې دغه موضوع ته پوره پام وکړي، تاسې به هېڅ مورد پیدا نه‌کړئ چې زموږ منسوبینو په جګړه کې ملکیان جنسي ځورولي وي."

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې دوی دې موضوع ته زیاته پاملرنه کوي، نه‌یوازې د جګړو پر مهال، بلکې په عادي شرایطو کې هم هڅه کېږي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې ښځې او ماشومان له جنسي پلوه څوک ونه‌ځوروي.

له بل پلوه د رواني چارو کارپوهان په دې باور دي چې د جګړې له امله هغه زیانونه چې خلکو ته اوړي له دې سره په خوا کې که څوک له جنسي ځورونې سره مخ شي، له رواني ستونزو سره مخ کېږي.

د دوی له ډلې شرف‌الدین عظیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له جنسي ځورونې وروسته، اختلال، اضطراب، اندېښنې په اوږد مهال کې تشویش او په لنډ مهال کې وېره او ډار په وجود کې پیدا کېږي، وروسته ډېرېږي، دا ډول کسان په ځینو وختونو کې نهیلي، ناراحته، خسته او په نورو بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي."

د رواني چارو کارپوه شرف‌الدین عظیمي
د رواني چارو کارپوه شرف‌الدین عظیمي

جنسي تاوتریخوالی له شخصي رواني ستونزو سره په خوا کې ټولنیز مشکلات هم رامنځته کوي.

د ټولنیزو چارو کارپوه زرمینه کاکړ زیاتوي: "دا چې زموږ ټولنه ستني ده، نو له ډېری قضیو پرده نه پورته کېږي، ځکه زیاتې کورنۍ خپل راز افشا کول بې‌ننګي بولي، نو ځکه هم د جنسي تاوتریخوالي له پېښو پرده نه پورته کېږي، دا بیا په خپل ذات کې د ځان سوځونې، خودکشي او یا هم له کوره د تېښتې لامل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله ډېری ښځې او ماشومان له جنسي ځورونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG