د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون: یوازې تېره میلادي میاشت ۲۸۰ ملکیان وژل شوي


کابل کې پر یوه کاستر موټر د تېر ماښام چاودنه
کابل کې پر یوه کاستر موټر د تېر ماښام چاودنه

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په دې هېواد کې د ملکي مرګ‌ژوبلې لړۍ په شدت سره روانه ده او دې موضوع دا کمېسیون تر بل هر وخت زیات اندېښمن کړی دی.

د دغه کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په مې میاشت کې ۲۸۰ ملکیان وژل شوي.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "له بده مرغه چې د مې په میاشت کې ٨٧ ترورېستي حملو کې ٢٨٠ تنه ملکیان وژل شوي چې ١٨ ښځې او ١٠٩ ماشومان او ٧ تنو هویت مشخص نه‌دی، ۶۳۴ تنه ټپیان دي چې ۹۶ مېرمنې او ٢٤٥ تنه ماشومان ټپیان شوي، ملکي تلفات لوړ شوي او دا د اندېښنې وړ ده."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي مأموریت (یوناما) په خپل راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د سولې د هڅو له دوام سره ملکي تلفات تر پخوا زیات شوي دي.

د دې سازمان شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېيو میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي چې د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله په ۱۰۰ کې ۲۹ زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په لوېدیځه څنډه درېیمه ناحیه کې پرون سې شنبه ماښام مهال په دوو کاستر موټرو کې د چاودنو له امله لږترلږه ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، "ترورېستانو" په کاستر موټرو کې ماینونه ځای پر ځای کړي و او ملکیان‌یې هدف ګرځولي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین ډاډ ورکوي چې امنیتي او کشفي ارګانونه کار کوي چې دغه ماین ځای پر ځای کوونکي ژر تر ژره ونیول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

ښاغلی ارین زیاتوي: "ترورېستانو یو بل جنایت باندې لاس پورې کړ او په ملکي کاسترو کې د ماین په ایښودلو سره‌یې ملکي وګړي هدف وګرځول، په داسې حال کې چې تېرو میاشتو کې لسګونه ماین خښوونکي نیول شوي او امنیتي او کشفي ارګانونه کار کوي چې دوی هم ژر تر ژره ونیول شي او عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي."

له دې وړاندې هم د کابل ښار په لوېدیځ کې خونړي بریدونه شوي چې تر ټولو لوی هغه‌یې پر سید الشهدا ښونځي د نږدې یوې میاشتې مخکې برید و.

که څه هم حکومت د ورته حملو مسؤل طالبان بولي، خو طالبانو د کابل د تېر ماښام په بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

‏‎ذبیح‌الله مجاهد نن په خپل ټویټر لیکلي چې د کابل په درېیمه حوزه کې د تېرې ورځې چاودنې دې ډلې پورې اړه نه‌لري او ټینګار یې کړی چې دوی په ملکي اهدافو برید نه‌کوي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح له کابل ښاریانو غوښتي چې د دغه ډول حملو په مخنیوي کې له امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي.

نوموړي پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "په ښاري بسونو او ټکسیانو کې د بم ایښودونکو د نیولو لپاره ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو. کله چې ستاسو له څنګ څخه څوک ښکته کېږي نو متوجې واوسئ چې کوم شی او یا بسته تر څوکۍ لاندې کېنږدي."

ښاغلي صالح ویلي یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې په کابل کې د دغه‌شان بمي بریدونو اته نیم سوه هڅې شنډې شوي او عاملان‌یې په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG