د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د وروستي جګړو د قرباني کورنیو دردونکې کیسې؛ "کور مو له کونډو یتیمانو ډک شو"


ارشیف، جګړو یوه بې رابې ځایه کړې کډواله
ارشیف، جګړو یوه بې رابې ځایه کړې کډواله

افغانستان کې هغه کورنۍ چې خپل عزیزان یې په وروستیو شخړو کې وژل شوي، د خپلې بې وسۍ او بې وزلۍ کیسې کوي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د بولان سیمې د دې اوسېدونکې د کورنۍ ټول نارینه په تازه جګړه کې وژل شوي دي: "نن مې شپږمه ده چې له بولان څخه په خاړپوڅو له خپلو یتیمانو او کونډو سره راوتلې یم. دوې کونډې ښځې راته پاتې دي. زما کور له یتیمانو ډک دی."

دا ښځه هم د زرګونو نورو بې ځایه شوېو په څېر د لښکرګاه پر لارو سړکونو خپلو یتیمانو ته د نفقې په برابرولو پسې لالهانده ګرځي.

هغه ملکیان چې په تازه جګړو کې زیانمن شوي، د جګړې له ښکېلو لوریو د روانې جګړې د بندېدو غوښتنه کوي: "د خدای په خاطر، د رسول په خاطر موږ سوله غواړو. اوربند غواړو. په ماینونو مو انسانان او حیوانان له خاورې سره خاورې شول."

د خدای په خاطر، د رسول په خاطر موږ سوله غواړو. اوربند غواړو

په وروستیو کې ورځو کې د وسله والو طالبانو لاس ته د میدان وردګ ولایت د جلرېز او نرخ، په لغمان کې د دولت شاه او په بغلان کې د بُرکې ولسوالۍ لوېدل له جګړو سره مله وو.

بل خوا له شمال څخه تر جنوب او له ختیځ څخه تر لوېدیځ پورې وسله والې جګړې هغه څه دي چې ملکیانو ته هم زیان اړوي.

  • دفاع وزارت: تر هر بل وخت ملکي سیمې په ماینونو زیات پوښل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، په وروستیو کې وسله والو طالبانو تر بل هر وخت په ملکي ساحو کې د ماینونو ښخول زیات کړي دي.

امان زیاته کړه: "په دې کې هېڅ شک نه شته چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو عمده عامل طالبان دي. له بده مرغه دوی د سړک غاړې ماینونو، انفجار او انتحار څخه په استفاده ملکیانو ته زیان اړوي. نن د بل هر وخت پر تله د خلکو په کورونو، د تګ راتګ پر لارو، سړکونو او لویو لارو د طالبانو له خوا د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول زیات شوي. دا له افغانانو سره د طالبانو ښکاره دښمني څرګندوي او دا ثابتوي چې طالبان په لوی لاس زموږ د هېوادوالو ځان او مال ته زیان اړوي."

ارشیف، دفاع وزارت وايي طالبانو په ملکي ساحو کې ماینونه ښخ کړي دي.
ارشیف، دفاع وزارت وايي طالبانو په ملکي ساحو کې ماینونه ښخ کړي دي.

له کله چې څه باندې درې اوونۍ مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شول له کندهار، ارزګان، هلمند، لوګر، غزني، کندوز، غور، کابل، بدخشان او نورو ولایتونو د جګړو او د ملکیانو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د کوچني اختر په درېیو ورځو کې تر اوربند وروسته په ۱۸ ولایتونو کې جګړې پیل کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وروستیو جګړو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې عمده لامل د سړک غاړې ماینونه ګڼي.

د دغه کمېسیون د نشراتو مشر ذبیح الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د سړک غاړې ماینونو چاودنه تر ټولو خونړی تاکتیک دی، ملکیان قرباني کوي. تېر کال او اوس مهال ډېر کسان د سړک غاړې بم په چاودنو، موټربم حملو او د مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي. د سړک غاړې ماینونو چاودنه د ملکي او پوځي اشخاصو ترمنځ توپیر نه شي کولی، نو دغه تاکتیک باید ودرول شي."

فرهنګ وویل: د سړک غاړې ماینونو چاودنه تر ټولو خونړی تاکتیک دی
فرهنګ وویل: د سړک غاړې ماینونو چاودنه تر ټولو خونړی تاکتیک دی

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دوی په جګړو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله نه اوړي او دوی یوازې پر پوځي اهدافو بریدونه کوي. دی ادعا کوي چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې یې په بغلان، هلمند، کندهار او لغمان کې ۷ ولسوالۍ نیولي دي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ادعا نه مني.

د ملګرو ملتونو یو راپور وايي، په افغانستان کې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۷۳ ملکیان وژل شوي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۹ فیصده زیاتوالی ښيي.

که څه هم ښکېل لوري په جګړه کې پر یوه او بل د برلاسۍ ادعاوې کوي، خو د دې جګړې اصلي قربانیان زیات وخت ملکي وګړي وي.

ملګرو ملتونه وايي، په افغانستان کې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۷۳ ملکیان وژل شوي
ملګرو ملتونه وايي، په افغانستان کې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۷۳ ملکیان وژل شوي

د ارزګان د ۴۲ کلن اوسېدونکي نور محمد په څېر ګڼ کسان خپل عادي ژوند ته ستنېدل غواړي، دی د مرکز ترینکوټ له یوې سیمې بلې ته بې ځایه شوی: "څه وکړو. ځمکه او سرایونه مې پاتې دي. خو نن دلته ورځنۍ مزدوري کوم. له طالبانو غواړم چې روغه جوړه دې سره وکړي. خپل ځای دې راپرېږدي."

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، د وسله والو طالبانو ډېر تمرکز پر جګړه او د ملکیانو پر زیانمنولو دی: "د طالبانو تمرکز پر جګړه دی او په خپل ټول توان کوښښ کوي چې ځینې ساحې د نیولو په نامه تخریب او خلک کډې کولو ته مجبور کړي. دوی پر عام ولس او ملکي اهدافو فشار د دې لپاره واردوي چې ځانونه قوي وښيي."

لانګ وار ژورنال وېبپاڼې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د ویشل شویو سیمو په اړه یوه نقشه خپره کړې ده چې په وینا یې د افغانستان په سلو کې ۱۹ برخه خاوره په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده د ځینو نورو سیمو د نیولو لپاره جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG