د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو سل کسان د داعش د غړیتوب او تړاو په تور اعدام او تري تم کړي


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان ختیځ کې څه باندې سل کسان د داعش د غړیتوب او ملاتړ په تور اعدام یا په زور لادرکه کړي دي.

دغه سازمان په یوه نوي راپور کې چې نن خپور شو ویلي، د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله یوازې د ننګرهار په یوه تش کانال کې څه باندې سل جسدونه موندل شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو د داعش د موندلو لپاره د پلټنې ښکاره عملیات کړي چې دې عملیاتو کې شپنۍ چاپې هم شاملې دي.

دوی ویلي، شپني عملیات پر هغو اوسیدونکو باندې ترسره شوي چې داعش غړو ته د پنا ورکولو او د هغوی د ملاتړ ادعا پرې کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۷مه) خپور شوی راغلي، د عملیاتو پر مهال طالب ځواکونو مشکوک کسان له قانوني بهیره پرته ډبولي او یا داسې ځایونو کې یې توقیف کړي چې کورنۍ یې د کره ځای په اړه خبر هم نه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو هغه راپور ته هم اشاره کړې چې مخکې یې ویلي، د داعش په ضد د طالبانو عملیات په ریښتیا هم درانه دي او غړي یې له محکمې پرته توقیف او وژني.
د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو هغه راپور ته هم اشاره کړې چې مخکې یې ویلي، د داعش په ضد د طالبانو عملیات په ریښتیا هم درانه دي او غړي یې له محکمې پرته توقیف او وژني.

د راپور له مخې، د دغو مشکوکو کسانو له ډلې یو نامعلوم شمېر یې طالبانو اعدام کړي چې په ډزو وژنه، زندۍ کول، سر پرې کول او جبري لا درکه کېدل په کې شامل دي.

له طالب ویاندویانو مو د بشري حقونو د څار سازمان د نوي راپور په اړه غبرګون غوښتی، د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دغه راپور رد کړ او وې ویل، په حقیقت بنا نه‌دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې څېړونکې پتریشا ګاسمن ویلي، د دوی د څېړنو له مخې یوازې د ننګرهار له یوه تش کاناله د ۲۰۲۱ کال د اګست او ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشتو ترمنځ موده کې څه باندې سل جسدونه موندل شوي دي.

مېرمن ګاسمن ویلي، داسې ښکاري چې طالب چارواکو خپلو ځواکونو ته د سخت دریځو په توقیف، لا درکه کېدو او وژنه کې خلاص لاس ورکړی دی.

راپور کې لیکل شوي چې د ځینو وژل شویو لاس او پښې نه وې، غاړو کې یې رسۍ پاته وې او سرونه او یا مرۍ یې غوڅې شوې وې.
راپور کې لیکل شوي چې د ځینو وژل شویو لاس او پښې نه وې، غاړو کې یې رسۍ پاته وې او سرونه او یا مرۍ یې غوڅې شوې وې.

د بشري حقونو دغه بنسټ ویلي، د تېر زیږدیز کال له اکتوبر میاشتې یې د سږ کال تر جون پورې د دغو څېړنو لپاره له یوه محلي ارګان سره کار کړی دی چې دوی یې د امنیتي ملحوظاتو له کبله نوم نه دی په ډاګه کړی.

د دغو څېړنو پر مهال له ۶۳ کسانو سره مرکې شوي دي، له دې ډلې ۴۲ کسان په ننګرهار او کونړ کې مخامخ پوښتل شوي او ۲۱ نورو سره ټیلفوني مرکې شوي دي.

راپور کې د ننګرهار د روغتیایي چارواکو په حواله راغلي چې د تېر کال له اګست تر دسمبر میاشتې پورې یې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۸ جسدونه موندل شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، دوی چې تېر کال نومبر کې د یوه کانال دننه موندل شوي ۵۴ جسدونه وکتل، نو پر بدنونو یې د وحشتناکې ربړونې نښې نښانې ښکارېدې.

راپور کې لیکل شوي چې د ځینو وژل شویو لاس او پښې نه وې، غاړو کې یې رسۍ پاتې وې او سرونه او یا مرۍ یې غوڅې شوې وې.

د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو هغه راپور ته هم اشاره کړې چې مخکې یې ویلي، د داعش په ضد د طالبانو عملیات په ریښتیا هم درانه دي او غړي یې له محکمې پرته توقیف او وژني.

داعش وسله والو له تېرو څو کلونو راهیسې د شیعه مذهبو پر عبادت ځایونو، طالبانو او د پخواني حکومت پر اهدافو خونړي بریدونه کړي دي، خو د بشري حقونو سازمان ویلي، د داعش دا بریدونه د دوی پر ضد د طالبانو د عملیاتو څرنګوالی نه‌شي توجیه کولای.

د بشري حقونو د څار سازمان مخکې تر دې طالبان د پخواني جمهوري نظام د څه باندې سلو سرتېرو په وژلو او نادرکه کولو هم تورن کړي وو، خو طالبانو هغه تورونه رد کړل او وې ویل، ممکن ځینې پخواني سرتېري د شخصي دښمنۍ پر اساس وژل یا شکنجه شوي وي.

د بشر نړیوال قوانین او یا هغه جنګي قوانین چې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې په څېر شخړې رانغاړي، ټول لوري موظف کړي چې له توقیف شویو سره انساني چلند وکړي.

د دغو قوانینو له مخې د جګړه‌ییزو ډلو له خوا خپل سره توقیف، اعدام، ربړونې او شکنجې هر ډول منعه شوی او عاملینو سره یې د جنګي جنایت حساب کتاب کېږي.

XS
SM
MD
LG