د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۲۶

د شيخ سردار ولي د وژلو په اړه غبرګونه؛ طالبانو يې پړه پر داعشيانو واچوله


د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم
د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، شیخ سردار ولي په وروستیو کې افغانستان ته بېرته ستون شوی و او د دوی د حکومت پر ضد له جګړې سره یې مخالفت کړی و.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت داعش ډله په کابل کې د وژل شوي سلفي ملا په وژلو کې په لاس لرلو تورنه کړه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وايي، له تحقیقاتو څرګنده شوې چې شیخ سردار ولي په یوه کور کې اوسېده چې محدود کسان ورڅخه خبر وو او د کورنۍ غړي یې د خسرګنۍ کور ته لېږلي وو.

د ټکور د خبرو پر اساس، شيخ سردار ولي لومړی په چړو وهل شوی او بیا یې سر پرې کړای شوی.

د هغه بلاک، چې شيخ سردار ولي په‌کې اوسېده، چوکیدار ویلي چې نوموړی غرمه مهال له کوره راووت او لږ وروسته یو ماسک لرونکی ځوان ورسره کور ته ننوت، او څه وخت وروسته ځوان یوازې راووت.

د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم
د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم

د شيخ سردار ولي یوه ملګري قاري سلمان ویلي چې ده د غرمې د ډوډۍ بلنه ورکړې وه خو له یوې بجې وروسته یې ټېلفون بند شو، ماښام شاوخوا اته بجې یې کور ته ورغی که ګوري چې شيخ سردار ولي وژل شوی دی.

طالبانو ویلي چې ديني عالم شيخ سردار ولي د خوارجو له لوري وژل شوی چې منظور یې داعش ډله ده.

طالبان د دې دلیل دا بولي چې مولوي سردار ولي د طالبانو د امارت پر ضد جنګ ناروا بللی و.

د افغانستان په لر او بر کې عامو خلکو، ځوانانو، فعالانو، خبريالانو او ديني عالمانو د شيخ سردارولي ثاقب مرموزه وژنه غندلې او د هغه وژنې ته يې پر ټولنيزو شبکو پراخ غبرګونونه ښودلې دي.

د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم
د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم

له دې سره په یو وخت پرون له لوګر څخه د څلورو نانوایانو، او له غزني څخه د دوو تنو د وژل کېدو خبرونه ترلاسه شول.

د چهارشنبې د شپې په شاوخوا لس بجې په پل علم کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي، چې په نانوایۍ کې یې کار کاوه، ووژل او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د قربانیانو په منځ کې ۳ وروڼه او څلورم د هغوی د تره زوی و.

د غزني د مرکز د احمدي کلالانو په کلي کې نامعلومو وسله والو دوه تنه په مرمیو ویشتي او وژلي دي چې په وژل شویو کې یو تن د سپورتي کلب روزونکی و.

تر اوسه پورې نه د لوګر او نه د غزني د پېښو انګېزه څرګنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG