د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د اجباري حجاب ملاتړ په تړاو د طالبانو وروستۍ ادعا غبرګونونه پارولي


ارشیف: افغان مېرمنې
ارشیف: افغان مېرمنې

په افغانستان د طالبانو د حکومت له خوا د اجباري حجاب په اړه له نیوکو او غبرګونونو سره سره، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په تېر یو کال کې د دوی له خوا د حجاب په اړه له صادر شوي فرمانه په افغانستان کې دننه د افغان مېرمنو لخوا تود هرکلی او ملاتړ شوی دی.

په کابل کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د طالبانو د مشر لخوا د حجاب په اړه صادر شوی فرمان سره له دې چې عملي شوی، په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ هرکلی هم شوی.

خو افغان مېرمنو دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی ویلي، اجباري حجاب نه مني.

په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: "د ښځو د حجاب په اړه چې کوم فرمان صادر شوی او په هغې کې واضح ویل شوي چې د افغانستان مېرمنو له دې وړاندې هم ۹۹ فیصده حجاب مراعت کړی خو په دې ټول پوهېږئ چې په افغانستان کې شل کلن اشغال و دا یوه طبعي خبره ده چې دغه فرمان به په ځینو کسانو چې له اشغال نه متاثر شوي و اغېز کړی وي."

مهاجر وايي، هغو مېرمنو له دې فرمان سره ستونزې درلودې، چې په خبره یې ذهنونه یې د نورو هېوادونو له تګلارو اغېزمن و.

خو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغو څرګندونو ته بیا یو شمېر افغان مېرمنې په غبرګون کې وايي، افغانان یوه اسلامي ټولنه لري او حجاب له کلونو کلونو په دغه ټولنه کې عملي شوی، خو اجباري حجاب ته تسلیم کېدل ناشوني دي.

مدني فعالې شریفه نهظت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم ټولو افغان مېرمنو اسلامي حجاب مراعتاوه.

هغې وویل: "موږ سل کاله وړاندې هم خپل افغانیت، اسلامیت، دودونه د اسلام په رڼا کې مراعت کول او اسلامي حجاب مو کاوه. ډېرو مېرمنو چې په رسنیو کې او نور دولتي ادارو کې یې کار کاوه زما په شمول اسلامي حجاب مو مراعت کړی. اوس چې دو دا ادعا کوي موږ یې ورسره نه منوو."

بله افغان مدني فعاله مریم بیا وايي، افغان مېرمنې د طالبانو له راتګ وړاندې هم مسلمانې وې او خپل حجاب یې مراعتاوه.

هغې وویل: "د اسلامي امارت امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د وروستیو څرګندونو په اړه باید ووایم، چې افغان مېرمنې د طالبانو له راتګ وړاندې هم مسلمانې وې او هم یې خپل حجاب مراعتاوه. داسې نه ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغان مېرمنو حجاب کړی دی او د دوی په امر حجاب ته تشویق شوي."

د طالبانو حکومت د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷ مه نېټه د یو فرمان په صادرولو سره وویل، چې ښځې دې په عمومي ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي.

د طالبانو د جبري حجاب د طرحې لومړی مخ
د طالبانو د جبري حجاب د طرحې لومړی مخ

په فرمان کې راغلي و، چې د سرغړونې په صورت کې به د کور مسوول مجازات شي.

په دغه فرمان کې د بېلګې په ډول د چادرۍ او عربي حجاب یادونه شوې وه، چې دې کار د ډېری افغان مېرمنو غبرګونونه راوپارول او د اجباري حجاب دا ډولونه یې د افغانانو د دود او دستور خلاف وبلل.

د طالبانو د جبري حجاب د طرحې دوهم مخ
د طالبانو د جبري حجاب د طرحې دوهم مخ

یو شمېر ښځې خو ان د اعتراض په ډول واټونو ته راووتې او په نړیوالو یې د طالبانو له خوا پر دوی د محدودیتونو او فشارونو د لرې کولو غږ وکړ.

دا فرمان له افغانستانه بهر هم له غبرګونونو سره مخ شو، ان تر دې چې د بشر د حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو له ملاتړو هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د دې پرېکړې په تړاو بېړنۍ ناسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG