د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د مقاومت جبهې طالبان د بشري حقونو په نقض تورن کړل خو طالبان یې نه مني


ارشیف: په پنجشېر کې طالبان
ارشیف: په پنجشېر کې طالبان

د ملي مقاومت په نوم جبهې په یوه راپور کې طالبان د سیمه ییزو محاکمو، زنداني کولو، شکنجه کولو او د پخواني رژیم د کارکوونکو د وژلو په ګډون له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړي دي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت رد کړې ده.

د طالبانو د حکومت ضد د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم ملي جبهې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په نقضولو تورن کړ.

د دې جبهې په کلني راپور کې ادعا شوې، چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول پنجشېر، بغلان او تخار کې د پخوانیو پوځيانو، ملکي وګړو، سیاسي او مدني فعالانو او خبریالانو په ګډون شاوخوا ۳۴۹۰ کسان شکنجه کړي او وژلي دي.

د ملي مقاومت په نوم جبهې په دې راپور کې ادعا کړې، چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۷۰۰ کسان د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ، په مظاهرو کې د ګډون او پر حکومت د نیوکې په تور زنداني کړي او محاکمه کړي دي.

یو کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم خپور شي، ځان د پنجشېر ولايت اوسېدونکى معرفي کوي او ادعا کوي چې نږدې دوه اونۍ مخکې د طالبانو د دولتي ځواکونو له خوا د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په جرم وهل شوى او بندي کړای شوى دى.

دی وايي: "راغلل او دروازې یې وټکولې، موږ یې ووېستلو، زموږ لاسونه یې وتړل او بندي خانې ته یې یوړو. په زندان کې شکنجه یا وهل نه وو، خو تر هغه چې موږ زندان ته یووړل شو ځینو یې چې غوښتل دی چک یې کړل، په کېبل یې ووهل، په لرګیو یې ووهل، په سوکانو او لغتو یې ډېر ووهل. په زندان کې له اندازې زیات سپکاوی، ملنډې او ټوکې وې. دا ټول ښوونکي، د خلکو استازي، مشران او بزګر او موټر چلوونکي وو او ان شپون یې هم راوستی و او هغه شپون بې چاره لا هم له طالبانو سره بندي دی."

په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

د ملي مقاومت جبهې د پنجشېر، بغلان او تخار په ګډون د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د زرګونو کورنیو بې ځایه کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې اکثره دغه کورنۍ د طالبانو له خوا کډه کولو ته اړې شوې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د روان کال د مې میاشتې په پای کې له رسنیو سره په خبرو کې د بشري حقونو د نقض، زنداني کولو، شکنجه کولو، وژلو او د ملکي وګړو د جبري بې ځایه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

هغه مهال د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت د امنيې قوماندان مولوي داد محمد بتار په پنجشېر کې د خلکو بندي کېدل تاييد کړل، خو د هغوى شکنجه يې رد کړه.

د ملي مقاومت جبهې د راپور په یوه برخه کې طالبان د تعلیم او کار د حق په ګډون د ښځو د حقونو په سرغړونې تورن شوي.

دا ادعا د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې او ویلي یې دي چې دوی د اسلامي اصولو او افغاني فرهنګ په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.

په دې راپور کې د رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو وضع کولو، د بندي کولو، وهل ټکولو او تاوتریخوالي ته هم اشاره شوې چې طالبان یې د بیان له ازادۍ څخه په سرغړونې تورنوي.

خو طالبانو لا دمخه ویلي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او ټولې رسنۍ باید د حکومت له اصولو سره سم اطلاع رسونه ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي مقاومت جبهې په راپور کې شوې ادعاوې پروپاګند او اوازې بولي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "هغه څه چې دوی د راپورونو په نوم خپاره کړي ټول پروپاګند او خیال دی، هغه څه چې هېڅ نه دي شوي، موږ نه شو کولی ورته راپور ووایو. دا د پروپاګند یوه مجموعه، لګول شوي تورونه او اوازې دي. د افغانستان خلک هر څه په سترګو ويني، هېڅ کومه جبهه نه شته چې فزيکي حضور ولري، دا ټول هغه وحیات دي چې په غربي کمپونو کې ناست دي او له هغه ځايه تنظيمېږي او رسنيو ته یې استوي."

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په خپل کلني راپور کې د طالبانو حکومت د القاعدې په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره په اړیکو لرلو تورن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان کال د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00


د طالبانو حکومت د دې موضوع په غبرګون کې ویلي چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له شتون څخه خبر نه وو.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو لږ وروسته په پنجشېر کې خپل شتون اعلان کړ او اوس ادعا کوي چې د پنجشېر او بغلان په ګډون په څو ولايتونو کې له خلکو سره اړيکې لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د روان کال په پیل کې په یوه راپور کې ویلي و، چې د هوا په ګرمېدو سره به د طالبانو او د مقاومت د جبهې په ګډون د ځینو نورو ډلو ترمنځ جګړې هم زیاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په همدې ورځ په پنجشېر کې د طالبانو او ملي مقاومت جبهې تر منځ سخته جګړه روانه وه او له څو ورځو جګړو وروسته طالبانو د دغه ولایت مرکز ونیوه او د دغې جبهې غړي د دغه ولایت مرکزڅخه د پنجشېر غرونو ته وتښتېدل.

XS
SM
MD
LG