د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: د طالبانو د خوشحالۍ ‌ډزو وېرولي وو


په کابل کې یو شمېر طالبان
په کابل کې یو شمېر طالبان

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري، چې تېره شپه یې د طالبانو د خوشحالۍ د هوايي ډزو له امله خوب نه دی کړی.

تېره شپه د طالبانو له خوا په بېلابېلو وسلو هوايي ډزو او د وزیر محمد اکبرخان مېنې په غونډې د الله اکبر نارو د ښار وضعیت بدل کړی و.

طالبانو د سنبلې ۹مه شپه چې دوی یې "د امریکایانو د اشغال پای" بولي په او لوبې او ډزو سره ونماځله.

د طالبانو دا حرکت د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دوی د نمانځنې دا ډول ناسم بللی وايي، نور د ډزو له غږونو ستړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد وايي: "تېره شپه دا ډزې ډېرې ځورونکې وې. د کورنۍ ماشومان او مونږ ټول ډار شوي وو. دا خلکو ته روانې ستونزې پیدا کوي. مونږ له طالبانو غواړو، چې داشان کړنې تکرار نه کړي."

د کابل ښاریانو په وینا دا ډزې تر نیمو شپې روانې وې، داسې مهال چې د کرکټ د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې بری خپل کړ.

فیصل د کابل ښار بل اوسېدونکی وايي: "مونږ ډېر ډار شوي وو. مونږ پوه نه شوو چې د کرکټ لوبډلې د بریا لپاره وې که له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په خاطر. فکر مو وکړ چې طالبانو له مقاومت جبهې سره جګړه پیل کړې."

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کارونکو هم په دې اړه نیوکې کړې دي.

په بېلابېلو مناسبتونو کې هوايي ډزې په مخکینو حکومتونو کې هم کېدلې.

به تېره کې دا دول پېښو تلفات لرلي، خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت او د یو شمېر روغتونونو مسوولانو د بېګانیو ډزو د مرګو ژوبلې په اړه د ازادي راډیو د خبریال اړیکې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت د یوې اعلامې په خپرولو سره د سنبلې نهمه په افغانستان د امریکا د اشغال د بای ورځ ګڼلې او عمومي رخصتی یې اعلان کړې.

د تېر لمریز کال د اګسټ په ۱۵ طالبان بیا ځلي په افغانستان واکمن شول، له همغې ورځې له افغانستانه د امریکايي ځوکونو وتل پیل شول چې د اګسټ تر دېرشمې یې دوام وکړ.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه هم هېڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG