د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

مجاهد: د افغانستان په فضا اوس هم امريکايي بې پيلوټه الوتکې ګرځي


افغانستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکه
افغانستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې دیوې خبري ناستې پر مهال وویل، دا ښکاره د یوه هېواد په هوايي حریم تېری دی او باید بند شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظهواري د امریکايي بې پلوټه الوتکې لخوا په نښه او ووژل شو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې، د افغانستان په فضا اوس هم امریکايي الوتکې ګرځي او دا باید بند شي.

"موږ د دوی دا کار تجاوز بولو او دوی زموږ په فضا تېری کوي"

نوموړي وويل: "د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل دا یوه معلومه خبر ده چې دا امریکايي الوتکې دي او دغه مسله له امریکایانو سره په لوړه کچه مطرح شوې ده، موږ د دوی دا کار تجاوز بولو او دوی زموږ په فضا تېری کوي، دا باید متوقفه شي او هغه ستونزې چې په دې برخه کې دي هغه باید زموږ سره شریکې شي موږ یې د ځمکې له لارې اطمنان حاصله کړو."

ښاغلي مجاهد همدا راز وویل، نړۍ باید د افغانستان ټولو حقوقو ته درناوی وکړي.

د طالبانو حکومت داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظهواري د وژل کېدو اعلان وکړ.

ذبيح الله مجاهد ويلي، لا يې هم د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژنې په تړاو کوم ثبتونه نه دي پيدا کړي.
ذبيح الله مجاهد ويلي، لا يې هم د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژنې په تړاو کوم ثبتونه نه دي پيدا کړي.

هغه په یو ټلوېزیوني پیغام کې وویل چې امریکا خپل هدف ته ورسېده او د القاعده شبکې مشر یې وواژه.

امریکا دغه برید دیوې بې پلوټه الوتکې په وسیله تر سره کړ.

له هغې وروسته چې دغه برید ترسره شو د طالبانو حکومت په یوې خبرپانه کې ددې پېښې په تړاو د څېړنو خبره وکړه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې لاهم د پېښې په ځای کې پلټنې روانې دي.

هغه وویل چې طالبان اوس هم دغه پېښې د یوې ادعا تر کچې بولي او په تړاو یې څېړنې کوي.

په کابل کې د القاعد شبکې مشر تر وژل کېدو وروسته د طالبانو او دغې ډلې ترمنځ د ژورو اړیکو په تړاو اندېښنې مخ په زیاتېدو شوې.

تازه د روسیې بهرنیو چارو وزیر د شانګهای په غونډه کې د افغانستان له خاورې سیمې ته د احتمالي خطرونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ويلي چې داعش د افغانستان له خاورې کولای شي د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

خو طالبان بیا د داعش ډله په افغانستان کې ځپلې بولي او وايي چې د افغانستان له خاوري هیڅ یوه هېواد ته خطر نه‌شي پېښدلای.

XS
SM
MD
LG