د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

امريکايي جنرالان: د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته افغانستان خوندي نه‌دی


امريکايي پوځيان
امريکايي پوځيان

دوه پخواني امریکایي جنرالان وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد خوندي نه‌دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مخکني مشران جنرال فرانک مکنزي او جنرال جوزف وټل وایي، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشرانو له افغانستانه د خپلو ځواکونو پرېکړه وکړه د افغانستان د سقوط تر څنګ یې د امریکا پر ضد هم ګواښونه زیات کړي دي.

خو طالبان وایي دا تصور "غلط" دی او دوی به هېڅ چا ته له دغه هېواد د بل پر ضد د ګواښ پېښولو اجازه ور نه‌کړي.

له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» مشر جنرال فرانک مکنیزي، امریکا غږ ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، چې د دوی د ولسمشرانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن دا پرېکړه د افغانستان د سقوط لامل هم شوه.

نوموړي ويلي: "په حقیقت کې زه په دې باور نه یم چې له افغانستانه په وتو سره دې موږ لا خوندي یو او د دې باور اظهارول هم ډېر له وخته مخکې دي. ما دا تمه نه درلوده چې دا ټول دې په یوه شپه کې پېښ شي، خو زه په دې باور هم نه یم چې موږ دې اوس ډېر خوندي اوسو، ځکه موږ له یو کړي کار سره مخ یو."

که څه هم څو څو ځل امريکايي جنرالانو له افغانستان د ټولو امريکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد د سقوط لامل بللی، خو جو بايډن څو ځل د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې.
که څه هم څو څو ځل امريکايي جنرالانو له افغانستان د ټولو امريکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد د سقوط لامل بللی، خو جو بايډن څو ځل د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې.

جنرال مکنزي وایي، چه ده د امریکا دغو ولسمشرانو ته د خپل ماموریت پر مهال په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو مشوره ورکړې وه، تر څو افغانستان کې له سقوطه مخنیوی وشي.

بلخوا د «سنټکام» د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال مشر جنرال جزوف وټل هم په دې مرکه کې اندېښنه ښودلې چې پر افغانستان د طالبانو پر واکمنېدو او له دغه هېواده د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته امریکا او افغانستان دواړه بې ثباته شوي دي.

"موږ د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې هلته مو تر شا پریښي،په ډېر څه نه پوهیږو"

دغه امریکایي متقاعد جنرالان وایي، امریکا اوس په افغانستان کې هغه ډول استخباراتي څارنې او معلوماتو ته لاسرسی نه‌لري څنګه یې چې په خبره تر دې مخکې یې درلود.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په وار وار له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او د تېر کال د اګسټ په ۳۰مه نېټه له افغانستان د خپلو ځواکوتو د وتلو په وروستۍ ورځ یې وویل چې هغه به "دا د تل لپاره جګړه ونه غځوي" او نه به له افغانستان څخه "د تل لپاره وتل" وغځوي.

خو طالبان د دغو امریکایي جنرالانو داڅرګندونې "غلط تصور" بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو امریکایي جنرالانو د ادعاوو او څرګندونو په اړه وویل چې دوی به هيچاته د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد ګواښ پېښولو ته اجازه ور نه‌کړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلی مجاهد وايي: "دا تصور غلط دی، د افغانستان له خاورې هېڅ چا ته هم اجازه نه‌شته چې استفاده وکړي، اسلامي امارت دې ته جدي متوجې دی او په تېر یو کال کې چې موږ پر افغانستان کنټرول لرو داسې شوي هم نه دي."

تر دې وړاندې کله چې امریکا د روان کال د جولای په ۲۹مه نېټه په کابل کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او ویې واژه، له هغه وروسته د امریکا د ولسمشر جوبایډن په ګډون د پنټاګون، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د بېلابېلو نورو نړیوالو سازمانونو مشرانو او استازو پر طالبانو نیوکې وکړې او اندېښنې يې وښودې چې په کابل کې د القاعده ډلې د مشر وژل کېدل د دې ښکارندوی کوي، چې ګواکي دوی لا هم له دغې ډلې سره پراخې اړیکې لري.

هغه ډله چې د سیمې او نړۍ په ځانګړې ډول د امریکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG