د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

‎‎د افغان سولې او د امریکا امنیت ته اندېښنو په اړه بلېنکن ته د کانګرس ځینو غړو لیک


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

‎‎د کانګرس یو شمېر غړو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه یو لیک کې د امریکا د امنیت په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړي.

‎د کانګرېس درې غړو لیز چیني، سکاټ فرانکلین او مایکل ولټز ښاغلي بلېنکن ته په دغه لیک کې لیکلي: "د نړۍ له هرې بلې سیمې څخه ډېر ترهګریز سازمانونه د افغانستان-پاکستان په پوله کې فعالیت کوي. د استخباراتو ټولنې په دوامداره توګه راپور ورکړی چې القاعده، داعش او نورې ډلې په متحده ایالاتو برید ته ژمن دي. د متحده ایالاتو وتل به دې ډلو ته اجازه ورکړي چې خوندي پټنځایونه جوړ او وساتي، کوم ځایونه چې له هغه څخه دوی وکولای شي پر لوېدیځ د برید لپاره پلان او روزنه ورکړي."

‎دغو درېیو امریکایي سناتورانو ویلي چې طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.

‎د دغو سناتورانو د لیک په یوه برخه کې راغلي: "موږ ولسمشر غني ته ستاسو د لیک او همدارنګه د افغانستان د سولې هوکړه‌لیک مسودې په اړه ژور اندېښمن یو چې له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې له طالبانو سره «انتقالي» حکومت جوړ کړي. د سولې د تش په نامه خبرو اترو له پیل راهیسې، طالبانو له القاعدې سره خپلې نږدې اړیکې ساتلې دي او په بې‌ګناه ملکي وګړو، افغانانو او امريکايي ځواکونو خپلو بریدونو ته‌یې دوام ورکړی."

د امریکا متحده ایالاتو په حضور کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
د امریکا متحده ایالاتو په حضور کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

‎د امریکا کانګرس دغو درې تنو په دغه ګډ لیک کې ویلي چې متحده ایالات باید د واک شریکولو هر ډول تړون سپانسر یا ملاتړ یې ونه‌کړي چې په مؤثره توګه د افغانستان حکومت څخه غواړي چې حتی د ساده حکومتدارۍ پرېکړو لپاره په طالبانو تکیه وکړي، لکه څنګه چې راپور شوې طرحه دا ښيي. داسې هېڅ سند نه‌شته چې طالبان د واک شریکولو ته تیار وي.

‎دوی زیاته کړې، د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو لپاره د امریکا ملاتړ په سیمه کې ثبات رامنځته کړی او امریکا باید دا مشارکت د طالبانو په مشروعیت ورکولو سره پرې نږدي.

‎خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه بروکسل ته رسېدلی او هلته به له خپلو متحدینو سره له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو پر وتلو او افغان سولې اړوند بحثونو سلا مشورې وکړي.

‎انتوني بلېنکن په خپل تازه تویټ کې لیکلي چې دوی له اروپایي ملګرو سره د کلیدي لومړیتوبونو بحث کولو ته سترګې په لار دي.

‎بلېنکن لیکلي چې دوی به له خپلو نږدې متحدینو سره مشورو ته دوام ورکړي ځکه په خبره‌یې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

ارشیف، بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
ارشیف، بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون هم ویلي چې د امریکا د دفاع وزیر لوېد استین او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ترمنځ به د اپرېل په ۱۴مه نېټه ناسته وشي.

پنټاګون دا هم ويلي چې په دې ورځ به دوی يوه ګډه اعلاميه هم ورکړي.

‎که څه هم طالبانو تازه د دغو امریکایي چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي چې امریکا باید د دوحې د سولې تړون عملي کړي او د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې دې خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG