د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

اشرف غني د 'افغان سولې د لارې د نقشې' جزئیات په ډاګه کړل


ارشیف، جمهور رئیس محمد اشرف غني و مرستیالان‌یې په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال
ارشیف، جمهور رئیس محمد اشرف غني و مرستیالان‌یې په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال

افغان چارواکو او سیاسیونو نن په ارګ کې د سولې د لارې د نقشې (طرحې) په اړه ناسته کړې.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني نن په ارګ کې په يوه غونډه کې د سولې د لارې نقشه په څرګند ډول روښانه او تشرېح کړه.

د جمهور رئیس مرستیال ویاندې فاطمه مورچل نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د دې ناستې جزئیات به ډېر ژر د رسنیو له لارې خپاره شي.

اغلې مورچل زیاتوي: "د جمهور رئیس به مشرۍ نن په ارګ کې ناسته ترسره شوه، په دې ناسته کې جمهور رئیس د سولې د لارې نقشه په ډېر واضح ډول تشرېح کړه، دغې برنامې ثبتي بڼه درلوده چې تر سبا به نشر ته وسپارل شي."

د جمهور رئیس مرستیال ویانده فاطمه مورچل
د جمهور رئیس مرستیال ویانده فاطمه مورچل

که څه هم اغلې مورچل د ناستې د ګډونوالو په اړه څه ونه‌ویل، خو له دې وړاندې په جمهور‎ي ریاست کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې په نننۍ ناسته کې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه غړو، د سولې وزارت چارواکو او یو شمېر سیاسونو ګډون درلود.

له دې سره هم‌مهاله د مصالحې عالي شورا هم د ترکيې غونډې ته د یوې واحدې طرحې د جوړېډو په اړه د ناستو د دوام خبره کوي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه ناستې دوام لري او هیله شته چې مثبته پایله ورکړي.

ښاغلي خوځون تېره ورځ ويلي و چې دوی د ولسمشر طرحه هم ترلاسه کړې.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

که څه هم د ترکيې ناستې د نېټې په اړه رسمي څه نه‌دي ويل شوي، خو په ملي مصالحې عالي شورا کې يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي چې دغه ناسته به د اپرېل په ۱۶مه جوړه شي.

د سولې اړوند دا هڅې داسې مهال زیاتې شوي چې کال وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې یوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به‌یې بهرني ځواکونه د روان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان نه وځي.

خو اوس تازه سپینې ماڼي یو ځل بیا ویلي چې په ټاکل شوې نېټه د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان څخه ستونزمن کار دی.

د امریکا د جمهور رئیس ویاندې جین ساکی بېګاه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر بایډن په دې اړه له خپلو متحدانو سره په مشورو بوخت دی.

نوموړي ویلي، ولسمشر بایډن غواړي به دې اړه له سلا مشوورو وروسته سمه پرېکړه وکړي او دا وخت ته اړتیا لري.

اغلې ساکی وايي: "لکه څنګه چې جمهور رئیس مخکې ویلي دا به سخته وي چې د لوژیستیکي لاملونو له امله د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې د بشپړ وتلو لپاره وخت پوره کړو، هغه (جوبایډن) د ملي امنیت له ‌‌‌‌‌‌ډلې له خپلو مشاورینو او زموږ له ملګرو او متحدینو سره مشورو ته دوام ورکوي، تاسو پوهېږئ، جمهور رئیس د بهرنۍ پالېسۍ، ملي امنیت مسئلې او ورته نور مسایل چې په تېرو څو لسیزو کې پرې کار شوی، په حقیقت کې هغه غواړي د یوې سمې پرېکړې لپاره وخت ونیسي."

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکی
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکی

نوموړې په ټینګار سره د یو خبریال په ځواب کې وايي، له دې وروسته چې څه پېښېږي تاسو ښه پوهېږئ چې جمهور رئیس بایډن غواړي یوه سمه پرېکړه وکړي.

طالبانو بیا د امریکا حکومت دې څرګندونو ته په ځواب کې د دوحې د هوکړې په بشپړ تطبیق ټینګار کوي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وايي، که د دوحې هوکړه‌لیک په بشپړ ډول پلی نه‌شي راتلونکی مسؤلیت به د مقابل لوري په غاړه وي.

د يادونې ده چې د دوحې د هوکړې تر لاسليک وروسته طالبانو په امریکایانو او امریکا په طالبانو خپل بریدونه ودرول.

خو له افغان ځواکونو سره‌يې جګړه لا هم روانه او د افغان امنيتي بنسټونو په خبره چې تېزه شوې ده.

XS
SM
MD
LG