د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې پر '۱۶مه' کېږي


ارشیف، د استانبول ښار
ارشیف، د استانبول ښار

د ملي مصالحې عالي شورا یو چارواکي تأییدوي چې د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۶مه کېږي.

د دې شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، دغه غونډه د افغانستان د روانې کشالې د حل او د سولې پروسې د چټکتیا لپاره خورا مهمه ده.

ښاغلی مطهري زیاتوي: "د استانبول غونډه د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه کېږي. د افغانانو لپاره یوه ډېره مهمه، حیاتي، تاریخي او برخلیک ټاکونکې غونډه ده. داسې غونډه چې د افغانستان حکومت، سیاسي ګوندونه او په دې برخه کې لوی او اغېز لرونکي رهبران په واحدې طرحې او ګډ لیدلوري سره پروسې ته داخلېږي، د روانې شخړې او جګړې د ختمېدو لپاره به قوي حل‌لارې ولټوي."

په همدې حال کې په قطر کې د دولت د مذاکراتي هیئت یوه غړي چې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل هویت پټ پاتې کېدو په شرط‌یې ازادي راډیو سره خبرې کولې پرون تأیید کړه چې د اپرېل پر ۱۶مه د استانبول غونډې پر جوړېدو موافقه شوې ده.

خو د دې نېټې په اړه لا هم ضد و نقیضې څرګندونې کېږي، ځکه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي تر اوسه د استانبول غونډې پر مشخصه نېټه موافقه نه‌ده شوې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم پرون په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د ترکیې په استانبول کې د کېدونکې غونډې په اړه چمتووالی روان دی تر اوسه‌یې نېټه مشخصه شوې نه‌ده.

ښاغلي محب د نېټې د نه‌مشخص کېدو یو علت دا وښود چې د استانبول په غونډه کې د ګډونوالو ترکیب او د غونډې اجنډا نهايي شوي نه‌دي.

تر دې مخکې تېره پنجشنبه په دوحه کې د دولت د مذاکراتي هیئت یوه غړي غلام فاروق مجروح ویلي وو: "د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکا او ترکیې استازو د قطر په کوربه‌توب د استانبول غونډې پر اجنډا بحث پیل کړی دی."

په کابل کې پرون ځینو سیاسي ګوندونو د افغانستان د سولې په اړه د استانبول د غونډې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې په‌کار ده دغه غونډه د افغانستان د روانې جګړې په حل کې مرستندوی تمام شي.

ارشیف، قطر کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
ارشیف، قطر کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

که څه هم د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرې د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې په دوحه کې پیل شوې، خو د هیلو خلاف په خنډ او ځنډ مخ ته ځي.

XS
SM
MD
LG