د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

محب: د استانبول غونډې لپاره امریکايي، طالب او ترکیي پلاوو سره خبرې روانې دي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغان سولې په اړه د ترکیې برخلیک ټاکونکې غونډې ته په بېلابېلو کچو د چمتوالي خبره کېږي، خو لا هم د وخت، اجنډا او د ګډونوالو د شمېر په اړه هوکړه نه ده بشپړه شوې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې (د وري ۱۴مه) په ورځ له امنیتي ناستې وروسته خپلې اوونیزې خبري ناست ته وویل چې په دې اړه له امریکايي، طالب او ترکي پلاوو سره خبرې روانې دي.

ښاغلي محب زیاته کړه: "ترکیې ناستې ته چمتوالی روان دی، د افغان حکومت پلاوی له امریکايي او طالب پلاوو سره په دې اړه خبرې کوي، تر اوسه کومه ملموسه پایله نه لري، ځکه په دې اړه خبرې روانې دي چې په ناسته کې باید څه وي؟ په دې اړه به هوکړه یو څه وخت ونیسي، ځکه نه تر اوسه په اجنډا او نه هم د ګډونوالو په شمېر او نه هم د ناستې د نېټې په اړه هوکړه شوې اوس هم بحث روان دی."

ښاغلي محب زیاتوي، کله چې بحثونه وروستي شول امریکايي پلاوی به کابل ته راشي او له ولسمشر محمد اشرف غني سره به یې شریک کړي.

۷ افغان سیاسي ګوندونه وايي، د ترکیې غونډه به د جګړې پای او د تل پاتې سولې لامل شي

په ورته وخت کې د افغانستان ۷ سیاسي ګوندونو، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اسلامي وحدت، د خلکو د اسلامي وحدت، ملي جنبش، ملي اسلامي محاذ او افغان ملت د ترکیې ناسته مهمه بولي او وايي، د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لامل شي.

دوی اندېښنه ښيي، که خدای مه کړه دا تاریخي فرصت له لاسه ووت، د افغانستان روانه جګړه به سیمې او نړۍ ته ناوړه او دردناکه پایله ولري، نو لازمه ده چې د سیمې هېوادونه او نړیوال یې مرسته او ملاتړ وکړي.

دغو ګوندونو د شنبې په ورځ (د وري ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، له نورو سیاسي اړخونو او بهیرنو هم غوښتل چې له دوی سره یوځای شي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د سولې د خنډ او ځنډ لامل شي.

د وحدت ګوند د سیاسي دفتر رئیس قربان علي فصیحي د اعلامیې یوه برخه ازادي راډیو ته ولوسته: "د ترکیې له ناستې چې په پام کې ده د ترکیې جمهوري دولت په مېلمه پالنه، ملګرو ملتونو او د افغانستان د نورو نړیوالو شریکانو په مرسته ترسره شي هرکلی کوو او هیله لرو چې دا ناسته به د نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ او د ګډون کوونکو سیاسي اړخونو پر هڅو هېواد کې د ۴۰ کلنې خونړۍ جګړې د پای، مناسبې، معقولې او جامع حل لارې پیدا کولو او دایمي سولې او ثبات لامل وګرځي."

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه (د وري ۱۴مه) د امریکا متحدو ایالاتونو شارژدافیر، د ناټو ملکي استازي او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو او د بین المللي بنسټونو ځینو استازو سره کتلي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني په دغه کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري د تشریح ترڅنګ د ګډون والو پوښتنې هم ځواب کړي.

ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو همکارانو او د سیمې هېوادونو وروستیو هڅو د ترکیې په کوربتوب ناسته جوړه شي.

که څه هم په کوردننه او بهر دغې مهمې ناستې ته چمتوالی روان دی، خو تراوسه د ناستې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.

د راپورونو له مخې ترکیه کې د افغان سولې په اړه ناسته، ښایي څو ورځې وروسته ترسره شي .

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و چې د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو نهایي لوری وټاکي.

XS
SM
MD
LG