د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس او د سولې په اړه اجماع ته د افغان حکومت هیله


ارشیف، ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې د اسیا زړه -استانبول پروسې کنفرانس
ارشیف، ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې د اسیا زړه -استانبول پروسې کنفرانس

د افغانستان حکومت هیله‌من دی چې د اسیا زړه -استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم دوه ورځنی کنفرانس به د سولې پروسې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع لا پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا زړه-استانبول پروسې د لوړپوړو چارواکو غونډه به نن د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې جوړه شي.

هغه زیاته کړه چې تمه ده د کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان هم ګډون او وینا وکړي.

ښاغلی هېواد زیاتوي: "په غونډه کې به شاوخوا ۱۷ د بهرنیو چارو وزیران او د مختلفو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. له دې غونډې هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ په سلسله کې د اجماع تقویت، د سیمې د هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

د اسیا زړه-استانبول پروسه د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د کابل او انقرې په نوښت رامنځته شوه.

له هغه وخت راهیسې هر کال له ۲۰۲۰ پرته چې کرونا وبا په‌کې اوج ته رسېدلې وه دا کنفرانس د سیمې د هېوادونو په کوربه‌توب ترسره شوی دی.

سږنۍ ناسته د سولې او پراختیا لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نوم ترسره کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې شاه محمود قریشي به د اسیا زړه-استانبول پروسې سږنۍ ناستې ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د "پاکستان د مثبت رول" او د افغانستان له پراختیا نه د پاکستان په ملاتړ وغږېږي.

د افغانستان د سولې په تړاو د هڅو په تودېدو سره سره لا هم په دننه هېواد کې د تاوتریخوالي اندازه نه‌ده راکمه شوې.

تر دې مخکې مسکو د مارچ په ۱۸مه د افغانستان د سولې په تړاو د یوې ناستې کوربه و چې په‌کې طالب استازو او افغان حکومت چارواکو هم برخه درلوده.

مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته
مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته

تمه ده په اپرېل میاشت کې ترکیه هم د افغانستان د سولې په تړاو د یوې نړیوالې ناستې کوربه وي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل چې د یوه بېړني اوربند ټینګښت باید د دې ناستې یوه اصلي موضوع وي.

اغلې اکبر زیاتوي: "ناسته باید ټول‌شموله وي. یعنې د ښځو، مدني فعالانو او د زیانمنو ګډون د ناستې له مؤثریت سره مرسته کوي او د دې لامل کېږي چې د افغانستان د خلکو له لیدلوري او غوښتنو استازیتوب وکړي. زموږ بله غوښتنه دا ده چې اوربند په اجنډا کې شامل وي او د اوربند او د ملکیانو د ځاني خوندیتوب په اړه بحث وشي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بېګا ازادي راډیو ته ویلي چې د استانبول په ناسته کې د طالبانو په ګډون باندې بحث روان دی.

XS
SM
MD
LG