د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ولسمشر غني: له تروریزم سره مبارزه پڅه روانه ده


 ولسمشر غني د ترکیې د استانبول کنفرانس کې
ولسمشر غني د ترکیې د استانبول کنفرانس کې

افغان ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه- کنفرانس کې له تروریزم سره پر روانې مبارزې نیوکه وکړه.

د اسیا زړه – استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو اتمه غونډه نن افغان ولسمشر اشرف غني او د ترکي جمهور رییس رجب طیب اردوغان پرانیسته.

د افغانستان جمهور رییس د غونډې لومړی وینا وال و.

د هغه وینا په څو مهمو مسایلو له هغې ډلې له ترویزم سره پر مبارزې، افغان سولې ته د رسېدو په لارو چارو، له مخدره موادو او جرمي شبکو سره پر مبارزې او د افغانستان د حکومت په لاسته راوړنو متمرکزه وه.

افغان ولسمشر اشرف غني انتقاد وکړ چې: "له تروریزم سره مبارزه پڅه روانه ده او په کار ده چې د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه چټکه شي."

ولسمشر غني د ترکیې د استانبول کنفرانس کې وویل، د خبرو لپاره اوربند یوه اصلي موضوع ده
ولسمشر غني د ترکیې د استانبول کنفرانس کې وویل، د خبرو لپاره اوربند یوه اصلي موضوع ده

د هغه په خبره افغانستان باید د تقابل د میدان پر ځای د همکارۍ او وصل په ډګر بدل شي.

د افغان سولې په برخه کې هغه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا شویو هڅو او راتلونکو پلانونو باندې خبرې وکړې.

ولسمشر وویل چې ده طالبانو ته له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز کړی و او لازمه ده چې طالبان له دوی سره چې اصلي لوری دی خبرې وکړي او سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.

ده وویل چې :"د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې لپاره خبرې مهمې دي او د خبرو لپاره اوربند یوه اصلي موضوع ده."

ده د افغان سولې د هڅو د کامیابۍ لپاره د سیمې او نړۍ په اجماع او همکارۍ باندې هم ټینګار وکړ.

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان له ولسمشر اشرف غني وروسته خبرې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

هغه لومړی ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې د سیمې د ستونزو د حل لپاره د اسیا زړه – استانبول پروسه ډېره مثمره تمامه شوې ده.

هغه وویل چې: "افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او لازمه ده چې نړیواله ټولنه ورسره مالي او هر اړخیزې مرستې وکړي."

هغه وویل ټول مسوولیت لري چې له افغان حکومت سره سولې او ثبات ته د رسېدو په برخه کې لازمه همکاري وکړي او په دې برخه کې خالصانه تعهد ولري.

د استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د سولې او ثبات او ټولنیزې – اقتصادي سوکالۍ په هدف د همکاریو په خاطر جوړه شوې.

په دې پروسه کې چې افغانستان یې دایمي غړی او ریاست په غاړه لري پاکستان، ایران، هند د منځنۍ اسیا هېوادونه، سعودي عربستان، روسیه، چین او ترکیه او ځینې نور هېوادونه چې جمعاً یې شمېر ۱۴ ته رسیږي بشپړ غړیتوب لري.

اولس نور هېوادونه امریکا، بریټانیا،اروپايي ټولنه او ګڼ نور اروپايي هېوادونه یې ملاتړي غړي دي.

نور نړیوال سازمانونه هم د دې پروسې په ملاتړ هر وار په ناستو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG