د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د افغان سولې په پار د استانبول غونډه؛ خلیلزاد ترکیې او سیمې ته سفر پیل کړ


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې په اړه د استانبول د غونډې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمي خلیلزاد ترکیې او سیمې ته سفر پیل کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن ادارې هڅه کوي چې پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه راوړي، څو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه تر ټاکلي نېټې دمخه پر سولې موافقه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې (د وري ۷مه) په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپلو لومړنیو هڅو کې دواړه لوري یوه سیاسي توافق ته هڅوي چې تلپاتې اوربند او سولې ته لار هواره شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي له تخنیکي پلوه ګرانه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي له تخنیکي پلوه ګرانه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي

ولسمشر بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د تخنیکي دلایلو له کبله د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکایي سرتیرو وتل به ګران وي، خو هغه زیاته کړه چې ځواکونه به یې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې نې شي.

طالبانو د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، که ټول بهرني ځواکونه د امریکا او طالبانو د تړون سره سم د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه وځي، پر وړاندې به یې جنګ دوام وکړي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا استخباراتي ادارو جوبایډن ته ویلي، که امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د واک تر ویش دمخه ووځي، طالبان به ډېره برخه په دوو یا درېیو کلونو کې ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب هم پرون شنبې (د وري ۷مه) د دې موضوع په غبرګون کې په کابل کې خبریالانو ته وویل: "ټول چمتووالی چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه یې نیسي په همدې دلیل دي چې د داسې یوه وضعیت مخه ونیسو چې استخباراتي ادارې یې خبرداری ورکوي او هم دا چې د سولې پر لور ولاړ شو. بیا هم پر طالبانو غږ کوم، که سوله غواړئ همدا یې وخت دی، راشئ. که داسې پلمې لټوئ چې جګړه دوام وکړي او افغانستان د کورنۍ جګړو او د بهرنیو تروریستانو مرکز شي، نو دوام ورکړئ او که نه غواړئ نو همدا فرصت دی، وخت مه ضایع کوئ."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب

د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق له مخې د تېر کال په سېپټمبر میاشت کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې مقدماتي خبرې پیل شوې، خو دا خبرې له شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې په ځنډ پرمخ ځي.

زلمي خلیلزاد د دغو مذاکراتو د ګړندي کېدو لپاره شااوخوا یوه میاشت دمخه د افغانستان د حکومت مشرانو، د دې هېواد یو شمېر سیاسي څېرو او د طالبانو استازو ته یوه طرح وړاندې کړه .

XS
SM
MD
LG