د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

سرور دانش: د اساسي قانون په خوندیتوب ټینګار کوو، خو تعدیل‌یې یوه اړتیا ده


د افغان  جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان  جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش

د افغان جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش د اساسي قانون په خوندیتوب او دوام د ټینګار ترڅنګ وايي، د سولې لپاره د اساسي قانون تعدیل یوه اړتیا ده.

ښاغلی دانش په داسې حال کې چې د ترکیې ناستې ته چمتووالی روان دی او اټکل دا دی په دې ناسته کې به د افغانستان حکومت د راتلونکي جوړښت په اړه پرېکړه وشي، په دې اړه څرګندونې کوي.

سرور دانش چې د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۵» د افغانستان د لویې څارنوالۍ سرپرست ذبیح‌الله کلیم د معرفي په مراسمو کې څرګندونې کولې وویل، هر وخت چې په افغانستان کې اساسي قانون تر پښو لاندې شوی، ورسره نظام هم پاشل شوی او جګړو ته لاره هواره شوې ده.

دی زیاتوي: "د اساسي قانون لغوه خپله د فروپاشي او وېشلو معنی ورکوي، نو له همدې امله موږ د اساسي قانون په خوندیتوب او دوام ټینګار کوو، په ورته وخت کې د یوې اړتیا پر بنسټ موږ ټولو د اساسي قانون تعدیل ته مثبته رایه ورکړې ده."

سرور دانش د افغانستان لویې څارنوالۍ د سرپرست د معرفۍ پر مهال
سرور دانش د افغانستان لویې څارنوالۍ د سرپرست د معرفۍ پر مهال

ښاغلي دانش زیاته کړه، سوله دا ارزښت لري چې ورته رسېدو لپاره موږ باید د اساسي قانون تعدیل ومنو، خو د هغه مېکانیزم له مخې چې خپله په اساسي قانون کې ذکر شوی، هغه د اساسي قانون د لویې جرګې له لارې دی.

ښاغلي دانش د انتخاباتو په اړه د جمهور رئیس پخوانۍ څرګندونې یو ځل بیا تکرار کړې او ویې‌ویل، د افغان حکومت رهبري چمتو ده چې سولې ته د رسېدو لپاره د انتخاباتو وخت را لنډ او د نړیوالې ټولنې په څار سره د واک د لېږد لپاره انتخابات وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي هغه طرحه‌یې لوستې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومت سره شریکه کړې.

د دې کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ وايي د بشر حقونو کمېسیون په دې اند دی چې سوله باید هر اړخیزه وي: "موږ ټولیزه او هر اړخیزه سوله غواړو، داسې سوله چې ټول افغانان په هغه کې خپل لیدلوری او ارزښتونه وویني، د سولې بهیر یوازې په سیاسي قشر پورې متمرکز کېدل په هېڅ صورت د منلو نه‌دی، تمه لرو چې سوله باید هر اړخیزه وي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو همکارانو او سیمې هېوادونو په وروستیو هڅو د ترکیې په کوربه‌توب ناسته جوړه شي.

په دغه ناسته کې به د یوې تل‌پاتې سولې او د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه مهمې پرېکړې وشي.

د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۶مه کېږي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه لا بحثونه نه‌دي وروستي شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې د ترکیې ناستې د نېټې، اجنډا او د ګډونوالو د شمېر په اړه لا هم بحثونه روان دي.

د ترکیې د ناستې د جوړېدا د وخت په اړه ضد او نقیضې څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو وروستی لوری وټاکي.

XS
SM
MD
LG