د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د بخښنې نړیوال سازمان افغان سوله کې د ښځو د پراخ ګډون په هدف لاسلیکونه راټولوي


ارشیف، قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
ارشیف، قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

د افغان ښځو شبکه وايي، په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو ګډون پیکه دی.

دغې شبکې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۵» له رسنیو سره د یوې نظرپوښتنې د پایلې شریکولو پر مهال وویل په ۱۰۰ کې ۱۰،۷ مېرمنې د افغان حکومت پر لوړو او تصمیم نیوونکو پوسټونو کار کوي.

دې شبکې دغه‌شان موندلې چې نږدې ۵۰ سلنه ښځې د قانون د سم پلي کېدو په اړه شک لري او ۴۶ په سلو کې نورې مېرمنې بیا په دې نظر دي چې په وروستي یو کال کې د ناامنیو له امله مالي امکاناتو ته د دوی لاسرسی محدود شوی دی.

د افغان ښځو د شبکې مرستیاله روشن مشعل په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو په پیکه ګډون هم انتقاد کوي.

اغلې مشعل زیاتوي: "په ډله‌ییزو بحثونو کې ګډون کوونکې مېرمنې په دې باور دي چې په دوحه کې د سولې پروسه یو ښکاره مثال دی، دوی په دې نظر دي چې دا یوه نر واکه پروسه ده او افغان حکومت په دې پروسه کې د ښځو لازم ملاتړ نه‌دی کړی، دغه‌شان مدني بنسټونو هم د ښځو د حضور لپاره عدالت غوښتنه نه‌ده کړې او طالبان په دې پروسه کې د ښځو د حضور په وړاندې اصلي خنډ دي."

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د سولې په پروسه کې د ښځو د پراخ ګډون په هدف د لاسلیکونو د راټولولو پروسه پیل کړې ده.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې د بشر حقونه باید د سولې د پروسې مهمه برخه وي او د ښځو حقونه په‌کې خوندي او پیاوړي شي.

په دې اعلامیه کې دغه‌شان راغلي دي چې "ښځې نه‌شي کولای او باید د دغه هېواد د سولې د خبرو په دې حساسو شرایطو کې د ثانوي او غير مهمو لوبغاړو په توګه سقوط ونه‌کړي".

په دې اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو دوه لسیزو کې افغان مېرمنو په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او اوس‌مهال ۳.۳ ملیونه نجونې په زده‌کړو بوختې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

اعلاميه دا هم وايي چې افغان مېرمنې لا هم له ستونزو سره مخ دي او د سولې په پروسه او په حکومت کې يې ګډون کم‌رنګه دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وار وار د سولې په پروسه کې د ښځو د پراخه ګډون او د ښځو د لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار کړی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د یو ولسواک نظام په جوړښت کې د ټولنې د ټولو اقشارو ګډون مهم او یو اساسي اصل دی، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دې باور لري چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی د یوې پراخه اجنډا په درلودو سره د ښځو د حقونو او د دوی د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کوي او پر خپل دریځ کلک درېږي."

د سولې په چارو کې د افغانستان دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د افغانستان دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخې د سولې په هر ډول کورنیو او بهرنیو ناستو کې د افغان مېرمنو په پراخه ګډون ټینګار کوي.

دغه‌شان تېره اوونۍ د سولې او ولسواکۍ لپاره د ښځو بنسټ له افغان ښځو د نړيوالې ټولنې د ملاتړ په هدف د نږدې ۱۰۰ زره افغان مېرمنو لاسلیکونه راټول او نړیوالو ته واستول.

XS
SM
MD
LG