د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

هرات کې موټر بم چاودنې ۸ تنه وژلي او ۵۴ نور یې ټپیان کړي


ارشیف، هرات کې یوه چاودنه
ارشیف، هرات کې یوه چاودنه

هرات کې د تېرې شپې موټر بم چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژلي او ۵۴ نور یې ټپیان کړي دي.

دا خبره د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه (د کب ۲۳مه) سهار خبریالانو ته کړې.

ده ويلي، برید کې یو پولیس وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي او په خبره یې پاتې نور وژل شوي او ژوبل ټول ملکي وګړي دي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه ډېره درنه وه.

د هرات والي عبدالوحید قتالي
د هرات والي عبدالوحید قتالي

نوموړي زیاته کړه:"د چاودنې قوت دومره ډېر وو چې د موټر مشخصات تر اوسه معلوم نه دي. ویل کېږي چې یو فلاینکوچ ډوله موټر وو. متاسفانه شااوخوا کورونه یې ډېر خراب کړي او مخصوصا چاودنې ته نژدې کورونه نړیدلي دي."

دا موټر بم چاودنه تېره شپه د هرات ښار په څوارلسمې امنیتي حوزې کې شوې ده.

د هرات د حوزوي روغتون د رسنیو د څانګې مسول محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه په وژل شوېو کې دوه نارینه دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

په ټپیانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری یې ملکي وګړي دي.

د تلفاتو شمېر ښایي بدل شي. د ۱۰ ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړښودل شوی.

تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG