د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

اینډین اکسپرېس: د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو تفسیر بل څه دی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
  • اینډین اکسپرېس

اینډین اکسپرېس ورځپاڼې د افغان مېرمنو قربانیو ته د درناوي په نامه یوه مقاله خپره کړې ده.لیکوال وایي، له طالبانو سره د سولې خبرو په ترڅ کې د ښځو د حقونو څخه تیرېدل به یو شاتګ وي.

لیکوال وړاندې لیکي:

د افغانستان د دولت پلاوی او د طالبانو غړي به په دوحې کې د سولې مذاکراتو پر مېز د ښځو ازادیو او اساسي حقونو په اړه احتمالاً ډېرې دعوې وکړي.

په داسې حال کې چې دا حقونه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان په اساسي قانون کې ځای کړل شوي دي.

اینډین اکسپرېس لیکي، د ښځو د اساسي حقونو او اساسي قانون څخه ملاتړ د دوحې په مذاکراتو کې د افغانستان د دولت د پلاوي له ډېرو مهمو مسئلو څخه دي.

خو ورځپاڼه لیکي چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو تفسیر بل څه دی.

طالبانو ټینګار کوي چې ښځې باید د اسلامي شریعت سره سم له خپلو حقونو او ازادیو کار واخلي، ځینې ښځې بیا وایي چې د طالبانو دا څرګندونې مشخصې نه دي.

په نویمو میلادي کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ښځې له کوره بهر د کار او تعلیم له حقونو بې برخې وې.

  • برېسبن ټایمز

برېسبن ټایمز خپرونې د یوه افغان پناه غوښتونکي په اړه لیکنه کړې چې د استرالیا په سترې محکمې کې یې د کډوالۍ اړوند قضیه د کډوالو چارو له وزیر څخه وګټله.

په یوه لیک کې د یوې نېټې نشتوالي لوی رول ولوباوه چې په محکمې کې د افغان پناه غوښتونکي پر وړاندې د استرالیا د کډوالو چارو وزیر پیتر ډاټن غوښتنه ناکامه شي.

تمه وه دا افغان له کوینزلنډ څخه بېرته ډیپورټ شي.

د دې مقالې لیکوال دغه افغان پناه غوښتونکی یوازې ' EFX17' نومولی دی چې په ۲۰۰۹ کال کې استرالیا ته رسیدلی او د هغه کال په وروستیو کې د خوندیتوب ویزه ورکړل شوه.

دغه افغان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یوه بل کس ته د بدني زیان د رسولو په جرم په ۷ کاله بند محکوم شو.

د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې د کډوالو چارو وزرات د یاد افغان ویزه لغوه کړه،

د لیکوال په خبره افغان پناه غوښتونکي ته په دې اړه د استول شوي لیک یوه برخه لوستل شوې وه او هغه دا چې د جرمي عمل له کبله یې ویزه لغوه شوې ده او دی کولی شي په ۲۸ ورځو کې د ویزې د بېرته راګرځولو لپاره د استرالیا سرحدي پولیسو ته غوښتنلیک ورکړي.

که څه هم د لیکوال په خبره د لیک رسمیات ترسره شوي، خو د محکمې اسناد ښيې چې افغان پناه غوښتونکی ظاهراً د لیک په محتوا نه دی پوهیدلی.

د برېسبن ټایمز په دې مقاله کې راغلي چې د دې هلک ژبه هزارګي وه او ماته انګلیسې یې ویله. په انګلیسي ژبه د لیک لوست پوهه یې محدوده وه او هم د طالب وسله والو د جګړو له کبله له یو ډول رواني ناروغۍ هم کړېده.

د زندانیانو د حقوقي خدماتو څانګې د کډوالو چارو وزارت ته ویلي چې د ویزې د لغوه کېدو لیک له سره واستوي، خو وزارت له دې کاره ډډه کوله ځکه لومړنی لیک یې قانوني باله.

د محکمې د پریکړې یوه عمده برخه دا وو چې دې کس ته ۲۸ ورځې ټاکل شوې وې چې باید د ویزې د بېرته راګرځولو لپاره غوښتنه وکړي، خو دقیقه نېټه یې نه وه ښودلې.

لیکوال په دې مقاله کې اشاره کړې چې دې ډول قضیه کې وزارت باید دا څرګنده کړې وای چې یاد افغان دې د لیک ترلاسه کېدو له پیله په ۲۸ ورځو کې غوښتنلیک بیا وسپاري.

XS
SM
MD
LG