د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د مصالحې عالي شورا: یوې ځانګړې کمېټې د امریکا د طرحې د ارزونې کار پیل کړی


د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال وایي، د دې شورا له خوا یوه مؤظفه شوې کمېټه به نن شنبه (د کب ۲۳مه) د امریکا د طرحې په اړه خپلې ارزونې ته دوام ورکړي.

مولوي عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل چې دا کمېټه ۱۵ غړي لري او د امریکا د طرحې په اړه به ډېر ژر خپله ارزونه د ملي مصالحې د عالي شورا مشرتابه کمېټې ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه: "هیله من یم چې نن موږ یوه جمع بندي ولرو او په یوې یا دوو نورو ورځو کې به چې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غونډه جوړېږي، خپل واحد لید لوری ولرو. که خدای غوښتې وه له دې فرصته چې لرو یې د امنیت په ګټه او د افغانستان د هوساینې په ګټه ښه استفاده وکړو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي دې وروستیو کې د افغانستان حکومت، د دې هېواد سیاسي څېرو او د طالبانو له استازو سره د واشنګټن یوه طرحه شریکه کړه.

د دې طرحې له مخې تر هغو چې د نوي اساسي قانون په اړه موافقه کېږي او انتخابات ترسره کېږي، مؤقت حکومت به د افغانستان د اوسني حکومت ځای ونیسي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په تکرار د مؤقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی او وایي چې یوازې د انتخاباتو له لارې د واک لېږد ورته د منلو دی.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وایي، په مؤقت حکومت کې د طالبانو د ګډېدو په اړه څرګندوني کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

زاخارووا پرون جمعه (د کب ۲۲مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: "د یوه مؤقت ائتلافي حکومت د جوړېدو لپاره باید په خپله افغانان د سولې خبرو په ترڅ کې پریکړه وکړي. په عین وخت کې دا یادونه کوو چې د افغانستان په سوله ییز سیاسي ژوند کې د طالبانو د ادغام په موضوع کې به یوه مؤقته او هر اړخېزه اداره، منطقي حل لاره وي."

دا په داسې حال کې ده چې روسیه په پام کې لري د دې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سولي په اړه په مسکو کې د یوې غونډي کوربتوب وکړي.

د افغانستان حکومت تراوسه رسماً څه نه دي ویلي چې دې غونډه کې به ګډون وکړي او که نه؟

رویټرز خبري اژانس طالبانو ته د یوې نژدې سرچینې په حواله چې نوم یې د موضوع د حساسیت له کبله نه دی ښودلی راپور ورکړی چې په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر څلور یا پنځه غړي به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

بل خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون وویل چې هېواد یې په پام کې لري د افغان چارواکو او طالبانو په غوښتنه د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

دا غونډه په اپریل میاشت کې ترسره کېږي.

تردې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په هغه لیک کې چې د افغانستان ولسمشر ته یې لیږلی و، ویل شوي چې امریکا به له ترکیې وغواړي چې د افغانستان د سولې په اړه د لوړې سطحې یوې غونډې کوربتوب وکړي.

دغه ډیپلوماتیکې هڅې داسې مهال کېږي چې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن اداره د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د ارزونې په حال کې ده.

د دې موافقې له مخې د افغانستان د دولت او د طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو لومړنی پړاو د تېر کال د سېپټمبر پر ۱۲مه په دوحې کې پیل شو، دغه خبرې په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې ځنډنۍ پر مخ ولاړې.

XS
SM
MD
LG