د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

خلیلزاد د پاکستان له پوځي مشرانو سره پر افغان سولې غږېدلی


د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له پوځي مشرانو سره
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له پوځي مشرانو سره

د پاکستان له پوځي مشرانو سره د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرونۍ(دوشنبه-د کب ۱۸مه) خبرې د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان پر همکارۍ راټولې وې.

ښاغلي خلیلزاد دې غونډه کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ورسره ملګری و، د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه، د 'ای. اېس. ای' له مشر جنرال فیض حمید، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د سولې پر موضوع بحث وکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دې غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ملګری و.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دې غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ملګری و.

په اسلام اباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستان د پوځ په بیانیه کې ډېر تفصیلات نه دي ورکړل شوي، یوازې دومره ویل شوي چې د افغانستان د سولې پروسې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې شوي دي. د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ستایلی دی، خو تر اوسه په پاکستان کې د امریکا سفارت یا هم خپله خلیلزاد د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي."

د افغانستان د سولې په پروسه کیې د پاکستان رول ستایم.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد په پرونۍ کتنه کې د افغانستان د نوي حکومت د تشکیل او د قدرت د وېش پر طرحه هم د پاکستان له پوځي مشرانو سره خبري کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد تېره اوونۍ دغه طرحه په کابل کې له حکومتي مشرانو سره شریکه کړه، خو ځینو حکومتي چارواکو دا د سولې د بهیر د چټکتیا طرحه بللې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، تردې مخکې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر 'اېس. جې شنکر' سره هم د افغانستان د سولې د خبرو پر پرمختګونو بحث کړی دی.

ښاغلي شنکر د یکشنبې په ورځ په ټویټر کې لیکلي چې خلیلزاد ورته ټیلیفون وکړ او د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد تر افغانستان وروسته قطر ته لاړ، هلته یې د سولې پروسې په اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرتابه سره بحث وکړ.

بل خوا افغان حکومتي مشرانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپل لیک کې ویلي، د امریکا حکومت په سیمه کې له خپلو شریکانو او سیمه ییزو هېوادونو سره په لوړه سطحه ډیپلوماتیکه هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ په چټکۍ یوه جوړجاړي، دغه راز دایمي او هر اړخېز اوربند ته زمینه برابره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

په لیک کې ویل شوي امریکا په پام کې لري له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي چې د روسیې، چین، پاکستان، ایران هندوستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شي، په هغې کې د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره پر ګډ چلند بحث وشي.

په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، دوی په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د یوه کنفرانس بلنلیک ترلاسه کړی دی.

د دې شورا یوه سلاکار، رجب علي دانش ازادي راډیو ته وویل، روسیه اوس غواړي د افغانستان پر سوله پراخ کنفرانس راوبولي: "دا د روسیې د پخوانۍ ډیپلوماسۍ تعقیب دی. که ستاسو په یاد وي شپږ یا هم اووه میاشتې مخکې هم دوی یوه غونډه جوړه کړې وه چې محدوده وه یوازې سیاسي شخصیتونو او ځینو طالبانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړې وه. خو اوس دېته په پام چې وضعیت بدل شوی او د افغانستان د سولې پروسې نوی خوځښت پیدا کړی، نو ټول هېوادونه هڅه کوي چې دې برخه کې غونډې او کنفرانسونه جوړ کړي."

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، دوی لا هم دا پرېکړه نه ده کړې چې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي که نه؟

ویل شوي په دغه کنفرانس کې چې لا یې نېټه مشخصه شوې نه ده، د افغانستان د دولتي مشرانو ترڅنګ، ځیني سیاسي مشران، د طالبانو مشران او د امریکا د متحدو ایالاتونو تر څنګ د سیمې د ځینو هېوادونو استازي هم وربلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG