د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د انتوني بلېنکن لیک ته د افغان حکومت غبرګون: د افغانانو په برخلیک معامله نه‌کوو


د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال
د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال

کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره سم، جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن لیک، د حکومتي رهبرانو او سیاسي مشرانو غبرګونونه راپورته کړي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح جمهور رئیس غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک په ځواب کې وايي، دوی د دې لیک په اړه اندېښمن نه‌دي، نه‌یې په دریځ کې بدلون راغلی او نه به هم راشي.

انتوني بلېنکن په خپل لیک کې جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله څخه غوښتي، څو د سولې پروسه چټکه کړي.

خو ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۸» د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې دې لیک ته په اشارې وویل، حکومت به د ۳۵ ملیونه افغانانو په برخلیک او د خلکو په غوښتنه او اساسي حق چې رایه ده، معامله ونه‌کړي.

هغه له دې امله چې د انتوني بلېنکن د لیک لهجه امرانه ده وویل، دوی د دې لیک په اړه اندېښمن نه‌دي، نه‌یې په دریځ کې بدلون راغلی او نه به هم راشي.

ښاغلی صالح زیاتوي: "ولې تسلیمېدل، داسې سوله چې د امر په ډول وي او په دې ډول رسنیز شور سره چې غواړي موږ په دېګ کې واچوي او بیا ترې یو څه د سولې په نوم راوباسي، هېڅکله‌یې نه‌منو. موږ سوله کوو، باعزته سوله، داسې سوله چې ټول لوري په‌کې وساتل شي او دا اوسنی ګډون له‌منځه ولاړ نه‌شي."

د انتوني بلېنکن په لیک کې د افغانستان د شخړې حل لپاره د امریکا پر طرحه ټینګار شوی دی.

په دې لیک کې لیکل شوي چې متحده ایالات له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان د سولې په اړه د یوه لیدلوري د پیدا کېدو لپاره د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د خبرو او بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

بل‌خوا په سیاسي او امنیتي چارو کې د جمهور رئیس غني لوړپوړی سلاکار محمد محقق وايي، امریکا په دې ډول بې‌پروا طرحې سره غواړي هر څه ژر په افغانستان کې خپل مأموریت پای ته ورسوي او خپل عسکر له افغانستان وباسي.

محمد محقق د مارشال محمد قسیم فهیم تلین غونډه کې د وینا پر مهال
محمد محقق د مارشال محمد قسیم فهیم تلین غونډه کې د وینا پر مهال

هغه ټینګار کوي چې امرانه او فرمایشي سوله پایله نه‌لري.

ښاغلی محقق زیاتوي: "د دوی د سرود پیغام دا دی چې دوی د افغانستان له ملي جوړښت سره بلدتیا نه‌لري، یا هم نه‌غواړي چې د افغانستان ملي یووالی او ملي جوړښت ومني. دا د ټولو ناورینونو پیل دی. دوهم په دې پیغام کې دا ویل شوي چې ژبه‌یې د امر په ډول ده. داسې سوله چې ووايي، داسې وکړئ یا هم هغسې، داسې سوله نه‌کېږي. سوله یوه تل‌پاتې پروسه ده چې د ټولو لورو په قناعت راتلی شي."

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، دا لیک کابل ته د خلیلزاد له سفر دوه ورځې وړاندې جمهور رئیس غني او ده ته رسېدلی دی.

ښاغلی عبدالله په لږ نرم دریځ سره وايي، افغانان د سولې په روان بهیر کې بېړه نه‌کوي او د بل هر چا په پرتله د سولې د برخلیک په اړه خپله ښه پرېکړه کولای شي.

ښاغلی عبدالله وايي: "که نن هم له بهرني شکایت وکړو، پرون مو ترې درلود، دا بهرنی شته، دا بهرنی په ټولې نړۍ کې شته، اغېز هم لري، ښه هم دی او بد هم. خپل افراط او تفریط ته هم باید وګورو چې موږ څه ډول نظر درلود."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل لیک کې د ۹۰ ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت وړاندیز کړی.

په دې لیک کې همدا ډول راغلي چې تر مې میاشتې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتو بهیر لا هم تر ارزونې لاندې دی او له طالبانو سره د امریکا د سولې د شوي تړون په اړه هم ارزونه بشپړه شوې نه‌ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG