د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

نور: د امریکا نوې طرحه ښه ارزوم ځکه۲۰ کلنه لاسته راوړنه په کې خوندي ده


د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطا محمدنور
د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطا محمدنور

د افغان ولسمشر د ټاکنو د دورې متحد او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطا محمدنور د زلمي خلیلزاد له خوا وړاندې شوې طرحه ښه ارزوي.

ښاغلي نور چې په خپله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وايي، په دې طرحه کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب په پام کې نیول شوی دی.

هغه له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د طرحې درې مهمې او عمومي برخې داسې یادې کړې: "لومړۍ برخه پر اساسي قانون او راتلونکي اسلامي دولت باندې موافقه ده هر دولت چې منځته راځي. دوهمه برخه د اجرائیوي او حکومتوالۍ برخو په کنټرول او ادارې باندې موافقه او پرېکړه ده. درېیمه برخه دایمي او پایداره، جامع او ټولشموله اوربند دی یعنې چې ټول افغانستان ته عملي وي. بیا دا نورې وړې شاخې لري او لوی بحثونه په کې دي. تر کومه ځایه چې زه په جریان کې یم ښه موارد په کې دي د اتلس نولسو وروستیو کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب په کې مطرح دی."

ښاغلي نور زیاته کړه چې په دې طرحه کې د اوربند څارنه، د ښځو فعاله ونډه، بشري حقونه، په پارلمان کې د طالبانو حضور، د انتخاباتو کمېسیون، د عالمانو او فقهاوو کمېسیون هغه څه دي چې په پاسنیو درېیو لویو مواردو کې ځای شوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په کابل کې و او له افغان ولسمشر اشرف غني، د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر افغان سیاستوالو له هغې ډلې عطامحمد نور او مارشال عبدالرشید دوستم سره وکتل.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په کابل کې و او یو شمېر چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په کابل کې و او یو شمېر چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.

که څه هم ښاغلي خلیلزاد رسماً حکومت ته د خپلې طرحې جزئیات نه دي افشا کړي او د سفر په پای کې یې یوازې همدومره لیکلي چې د پروسې د چټکۍ لپاره یې په کابل کې په بېلابېلو انتخابونو او بدیلونو بحث کړی دی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي و چې ښاغلي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې افغان حکومت ته داسې طرحه سپارلې، که ومنل شي، له مخې به‌یې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د با نفوذه هېوادونو، حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سیاسي مشرانو په ګډون په لوړه کچه يو ناسته جوړه شي.

دا لوړپوړی چارواکی چې د موضوع د حساسيت له کبله نه‌غواړي نوم‌يې واخېستل شي وايي، د دوحې روانې خبرې امريکا ته مهمې دي، خو امریکا غواړي چې افغان لوری ډېر ژر اوربند او سیاسي حل‌لارې ته ورسېږي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه مشر عطامحمد نور له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې هم د ترکیې په کوربه توب د داسې یوې لویې ناستې په اړه وویل، او ټينګار یې وکړ چې په ناسته کې د دوحې د ټیم د بشپړتیا او غښتلتیا لپاره د افغان سیاسي مشرانو یوه ډله ګډون کوي.

د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه پال

ارګ ماڼۍ رسماً د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد له خوا د ورسپارل شوې طرحې د جزئیاتو په اړه خبرې نه دي کړي، خو ټینګار یې د جمهوریت په تدوام او د رایو پر اساس په نظام باندې دی.
د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه پال بېګا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هره طرحه قابل د بحث ده. ولې هغه څه په کې دي چې هغه د افغانستان حکومت او د افغانستان ولس غواړي چې هغه د جمهوریت تداوم دی. د افغانستان د ملت د ارادې پر اساس او د رایو پر اساس باندې نظام دی. همدا اساسي غوښتنه ده او پر دغو غوښتنو باندې حکومت ولاړ دی."

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه مشر عطامحمد نور بیا وایي، دې ته په کتو چې ولسمشر اشرف غني مخکې ویلي و چې د سولې لپاره قربانې ته تیار دی، نو د ده په خبره که د تفاهم له لارې جګړه پای ته رسېږي او د خلکو د وینې تویدو مخه نیول کېږي ښه ده چې ټول یوې هوکړې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG