د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

امریکا: هڅه کوو افغان جګړه مسوولانه پای ته ورسوو، نور په کې نه ښکېلېږو


ارشیف، په لوګر کې امریکايي سرتیري له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې.
ارشیف، په لوګر کې امریکايي سرتیري له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سټراټيژۍ لنډ مهالی لارښود خپور کړی. په دې لارښود کې چې په ۲۴ پاڼو کې خپور شوی د افغانستان یادونه هم شوې.

دا لارښود چې د ملي امنیت په برخه کې د امریکا ګټې رانغاړي او د لنډمهال لپاره یې سرې کرښې بلل کېږي، د افغانستان جګړه ناپایه بولي او ټینګار کوي چې متحده ایالات په داسې یوه جګړه کې نه ښکېلېږي چې زرګونه کسان په کې ووژل شول او ټریلیونه ډالر پرې لګښت راغی.

خو دا تګ‌لاره پردې هم ټینګار کوي چې افغانستان باید نور د ترهګرو په خوندي‌ځای بدل نه شي او یا هم د امریکا ګټې وګواښي.

په دې سټراټيژۍ په مسوولانه ډول د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو خبره شوې او زیاتوي، متحده ایالات به له خپلو متحدینو سره ګډ کار کوي.

افغان حکومت د امریکا د نوي دریځ په اړه لا څه نه دي ویلي
افغان حکومت د امریکا د نوي دریځ په اړه لا څه نه دي ویلي

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سټراټيژۍ لنډمهالي لارښود کې راغلي: "موږ ډاډ ورکوو چې د متحده ایالاتو وسله‌وال پوځ د دښمن د ځپلو، د خلکو حقونو د ساتنې او د خپلو متحدانو له ګټو د دفاع لپاره چمتو دي، خو پوځي ځواک باید وروستۍ لار وي، نه لومړۍ."

د افغانستان حکومت بیا د امریکا د دې دریځ په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې په مسوولانه ډول د افغانستان د جګړې د پای هرکلی کړی و.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم د افغانستان په ګډون په منځني ختیځ کې د امریکا د اوږدو جګړو د پای خبره کړې.

ښاغلي بلېنکن د خپل بهرنۍ تګ‌لارې د وړاندې کولو پرمهال ویلي، له تېر باید زده‌کړه وشي: "کله چې په نړۍ په ځانګړي ډول په افغانستان او منځني ختیځ کې د خپلې نظامي مداخلې تېرو لسیزو ته وګورو، هغه څه باید په یادو ولرو چې موږ د تل‌پاتې سولې د راتلو لپاره د قوې د کارولو د محدویت څخه زده‌کړل. باید په یاد ولرو چې د یوې نظامي مداخلې سبا د هغه څه په پرتله چې موږ یې فکر کوو، سخت دی او له ډیپلوماټیکو لارو د یوې حل لارې پیدا کول څومره مهم دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا متحده ایالات داسې مهال په افغانستان کې د روانې جګړې په پای او په کې د خپلې ښکېلتیا د ختمولو خبره کوي چې ځانګړي استازي یې زلمي خلیل‌زاد هم کابل ته د خپل سفر په پای کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې سیاسي روغې جوړې او یو تل‌پاتې اوربند ته د رسېدو لپاره یو لار پیدا کړي.
کابل ته د زلمي خلیل‌زاد د سفر په وروستۍ ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ډاګیزه کړه چې هغه د حکومت مشرانو او یو شمېر سیاسیونو سره د سولې خبرو د چټکتیا او پرمختګ او یوې‌نتیجې‌ ته د رسېدو لپاره طرحه شرېکه کړې ده.

دې چارواکي دا هم وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد به دا طرحه طالبانو ته هم وسپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

اوس زلمی خلیل‌زاد قطر کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي، خلیل‌زاد به په دوحه کې هم خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه: "استازی خلیل‌زاد اوس په دوحه کې دی. هغه به هلته هم خپلو کارونو ته دوام ورکړي. له دې ځایه به زیات سفرونه وکړي، خو هغه سخت کار کوي، د هر څه لپاره نه، بلکې د افغانستان په مشرۍ او د افغانستان لپاره د دې بهیر د اسانولو په برخه چې متحده ایالات یې کلک ملاتړ کوي."

زلمي خلیل‌زاد کابل ته په خپل درې ورځني سفر کې د جمهور رئیس غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله او د مخکني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون له بېلابېلو سیاسیونو، مدني فعالانو او د ښځو له استازو سره وکتل.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټرپاڼه دې کتنو ته په اشارې لیکلي، د دې کتنو پر مهال یې د سولې بهیر د چټکتیا او پرمختګ لپاره پر بېلابېلو بدیلونو خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG