د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

والسټریټ ژورنال: له دايمي جګړو سره د جو بایډڼ مخالفت په افغانستان کې ازمویل کېږي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • والسټریټ ژورنال

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه، 'له دايمي جګړو سره د ولسمشر جو بایډڼ مخالفت په افغانستان کې ازمویل کېږي'، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا ولسمشر به له دوو مهمو پرېکړو، ځواکونه له افغانستانه وباسي او کنه؟ یوه پرېکړه کوي.

د والسټریټ ژورنال په لیکنه، که څه هم ولسمشر بایډن په دې ورځو کې ډېر له کرونا سره د مبارزې پر چارو او د ایران پر لانجې بوخت دی، خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله‌یې هم مخ ته پرته ده چې په اړه‌یې باید پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا درې نور ولسمشران هم له ورته پوښتنې سره مخامخ وو. ټولو یې ژمنه کړې وه چې ځواکونه به له افغانستانه باسي، خو یو یې هم په دې کار بریالی نه‌شو.

د والسټریټ ژورنال په لیکنه دا مسئله د دې سبب شوې چې د افغانستان جګړه نه‌یوازې دا چې د امریکا لپاره په تر ټولو اوږدې جګړې بدله شي، بلکې هغه ډېره د اندېښنې وړ هم شوې ده.

والسټریټ ژورنال وړاندې لیکي، بایډن به د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د ژمنې په عملي کولو کې له دې حقیقت سره چې له طالبانو سره له شوي تړون وروسته په دې هېواد کې تاوتریخوالی کم نه، بلکې لا زیات شوی، مخامخ وي.

هغه تړون چې له مخې یې بایډ ټول امریکایي سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي، خو پر دغه تړون چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د څو میاشتو هڅو په نتیجه کې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې له طالبانو سره لاسلیک شو، امریکا بیا کتنه کوي.

خلیلزاد ته چې د بایډن د ادارې له‌خوا د دغه مأموریت د دوام دنده سپارل شوې، د سولې د پروسې د ګړندي کېدو په نیت بیا سیمې ته سفر پیل کړی دی. نوموړي په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره وکتل.

ارګ وویل، دواړو لورو په دې اړه چې د سولې د بهیر د ګړندي کېدو لپاره وړاندې څه ډول ګامونه واخیستل شي، خبرې وکړې. ټاکل شوې خلیلزاد د دې سفر په ترڅ کې دوحې، اسلام‌اباد او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو پلازمېنو ته هم لاړ شي.

  • کریک انفو

کریک انفو وېب‌پاڼې د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ لوبو ته چې پرون سې شنبه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، پام اړولی او لیکي، احمد شاه پکتین د افغانستان لومړنی ریفري دی چې پرون‌یې د ټېسټ لوبې حکمیت وکړ.

کریک انفو لیکي، ۴۴ کلن پکتین چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د لوبو حکمیت کوي، تر دې مخکې یې د کرکټ د ۱۵ یو ورځنیو نړیوالو لوبو او د ۲۰ شل اوره لوبو حکمیت کړی دی.

کریک انفو د درېیو نورو افغانانو، احمد شاه دراني، بسم‌الله جان شینواري او عزت‌الله صافي نومونه هم اخیستي چې درې واړه‌یې د کرکټ د نړیوالو لوبو ریفریان پېژندل شوي دي.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ پرونۍ ټېسټ لوبه کې افغان لوبغاړو ۱۳۱ منډې جوړې کړې او ټول‌یې وسوځېدل. د زېمبابوي ټیم هم وتوانېد چې په ۳۹ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې.

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د ټیمونو ترمنځ د دوو ټېسټ او درېیو ۲۰ اوریزو لوبو دغه لړۍ به د روانې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG