د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

غني: شخړه د حل لار نه ده، خو سیاسي حل لاره هر اړخېزه هوکړه غواړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو د فشار راوستو لپاره په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه اړتیا احساسېږي.

ښاغلي غني د پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) په ورځ کې ارګ د ۲۰۲۰ جینوا کنفرانس د ژمنو د څارنې او پلي کولو ورکشاپ کې چې کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د سازمانونو استازو ګډون کړی وویل، تاوتریخوالی حل لاره نه ده.

ولسمشر غني زیاته کړه: "په هغه اندازه چې تاوتریخوالی زیات شوی، په هماغه اندازه د جمهوریت حقانیت هم ثابت شوی او د احترام وړ ګرځېدلی. تاوتریخوالی سیاسي حل لاره نه ده، خو سیاسي حل لاره هر اړخیزه هوکړه غواړي."

ښاغلي غني وویل، د اسلامي نړۍ دیني علمانو افغانستان کې روانې‌ وژنې او ځانمرګي بریدونه ناروا بللي او د افغان حکومت پر حقه ادعا یې ثابته کړې ده.

ولسمشر غني داسې مهال د تاوتریخوالي یادونه کوي چې نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه امریکا په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښکاره کړې او له طالبانو یې غوښتې چې جګړه بنده کړي، خو طالبانو بیا ویلي، د تېر په پرتله او دوحې د هوکړې له مخې یې، په لویو ښارونو او لويو نظامي مرکزونو بریدونه بند کړي دي.

د جینوا کنفرانس کې د افغان حکومت یوه مهمه ژمنه له فساد سره مبارزې وه، له همدې کبله ولسمشر غني په دې غونډه کې دې ټکي ته هم اشاره وکړه.

هغه وویل، فساد ورته د منلو نه دی او امر یې وکړ چې دې برخه کې دې عدلیي او قضايي ادارې قوي عمل وکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي،هغه مرستې چې بهر ته ځي خپله هغه کسان چې فساد کې ښکېل دي ملامت دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي،هغه مرستې چې بهر ته ځي خپله هغه کسان چې فساد کې ښکېل دي ملامت دي.

د محمد اشرف غني په خبره، یو اقلیت چې په فساد کې ښکېل دی، باید اجازه ورنه کړل شي چې د یو ملت راتلونکی تباه کړي.

ولسمشر د ښې حکومتوالۍ برخه د ډیجټلي افغانستان طرحه یاده کړه چې په جوړېدو سره به یې د اداري او مالي تشکیلاتو بڼه بشپړه بدلون وکړي: "د مالیې د ورکړې سیسټم الکټرونیکي شوی. په څلور میاشتو کې به د معاشونو ورکړه هم الکټرونیکي شي. یو لوی بدلون راځي. د ورکړې او مالي تشکیلاتو بڼه باید بشپړه بدلون وکړي، له دې وروسته په معاملو کې کاغد نه غواړم، سیسټم د جوړېدو په حال کې دی، په ورځ کې ۲۵ زره الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشل کېږي د یو ډیجټیلي افغانستان د طرحې اساس د جوړېدو په حال کې ده."

دې غونډې ته په وینا کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه تحلیل ته په اشارې چې ګنې، د مرستو شپېته سلنه بهر ته ځي، وویل، په دې کې بهرنیان نه، بلکې خپله هغه کسان چې په فساد کې ښکېل دي ملامت دي.

د تېر میلادي کال په نوومبر میاشت کې د جینوا کنفرانس پر مهال نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د نږدې ۱۳ میلیارډو ډالرو مشروطه مرسته وکړه.

د نړیوالې ټولنې شرط دا و چې دا مرستې به د فساد له امله نه ضایعه کېږي او په هغو لومړیتوبونو په لګول کېږي چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG