د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

محمد محقق: طالبانو له ما او یو شمېر جهادي مشرانو غوښتي چې ورسره بیعت وکړو


د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر او په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد محقق
د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر او په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد محقق

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، افغانان په تېرو ۴۰ کلونو کې له خپل اساسي حق څخه چې سوله ده محروم دي.

جمهور رئیس غني د وحدت اسلامي ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۶م تلین په مناسبت د پنجشبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۴» په یوه تصویري پیغام کې چې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته لېږل شوی ویلي، تل‌پاتې سوله د حکومت له اساسي لومړیتوبونو ده.

ښاغلی غني زیاتوي: "اوس د دې وخت دی چې دا اساسي حق یو ځل بیا ژوندی او تضمین شي. له دې فرصت په‌ ګټې ډاډ ورکوم چې د افغانستان حکومت به په ټول ځواک سره دې حق ته د رسېدو لپاره هڅه کوي."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

په دې غونډه کې د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر او په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد محقق وویل، طالبانو له ده او ځینو نورو جهادي مشرانو غوښتي څو له دې ډلې سره بیعت وکړي، خو دوی یې غوښتنه نه‌ده منلې.

دا چې څه وخت او څنګه طالبانو له دغو رهبرانو سره په دې اړه اړیکه نیولې، ښاغلي محقق‌یې په اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

ښاغلي محقق زیاته کړه، طالبانو له امریکا سره د لاسلیک کړې هوکړې په ژمنو هېڅ عمل نه‌دی کړی او جګړه‌یې زیاته کړې، هغه تور چې طالبان‌یې ردوي.

ښاغلی محقق وايي: "استاد سیاف ویل چې دوه ورځې وړاندې یې ماته وویل چې ورسره بیعت وکړم، خو زه بیا هم ښه یم ماته‌یې ویلي چې یا بیعت یا (میت) او یا هم بې‌طرفه پاتې شه. استاد سیاف چې زموږ سپین‌ږیری دی یوازې د بیعت غوښتنه‌یې ترې کړې. شاید له ډېرو نور هم کړي وي، دا ډول کړنه، د سولې مخه ډپ کوي، هیله‌مند یم چې د سولې لاره بنده نه‌شي."

طالبان که څه هم د ښاغلي محقق څرګندونې نه رد او نه‌یې هم تأییدوي، خو په قطر کې د دې ډلې د‌ سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي: "که فرض کړو له کوم چا د بیعت غوښتنه شوې وي یا اوس وشي، هېڅ ستونزه نه‌لري. له شک پرته یووالی د ملت په خیر دی."

محمد نعیم
محمد نعیم

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني، عادلانه، تل‌پاتې او تعریف شوې سوله د هېواد لپاره مهمه بولي.

ښاغلی قانوني دغه‌شان په افغان سوله کې د نړۍ او سیمې هېوادونو رول اغېزمن بولي.

ښاغلي محقق وویل: "په سوله کې خپلې غوښتنې لټول او بې له تېرېدنې او غور څخه سوله غوښتل نه‌یوازې سوله نه‌راوړي، بلکې موږ له نیابتي جګړې سره مخ کوي، نو لازمه ده چې موږ یوه تعریف شوې سوله ولرو."

یونس قانوني
یونس قانوني

په دې غونډه کې د اوسني نظام په چوکاټ او د تېرو کلونو د ټولو لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار وشو او ترڅنګ‌یې د‌ داسې سولې راتلو غوښتنه وشوه چې په هېواد کې د جګړې ټولې جرړې له بېخه وباسي.

XS
SM
MD
LG