د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

غني: له ۴۰ کلونو راهیسې نړیوالې ټولنې د سولې له بنسټیز حقه محروم کړي یو


جمهور رئیس محمد اشرف غني
جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، په تېرو شپږ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوړ ظرفیت نړیوال قانع دي او ور څخه ستاینه کوي.

محمد اشرف غني د شنبې (د کب ۹مه) په ورځ د کب د نهمې یا د سرتېري د ملي ورځې په مناسبت دفاع وزارت کې وویل، اوس‌مهال ترهګرۍ ضد نوي سلنه عملیات افغان ځواکونه په خپله کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "تاسې (ملي امنیتي ځواکونه) یوازې د افغانستان خپلواکۍ نه ساتئ، بلکې د نړۍ امنیت هم ساتئ او په تاسو ویاړ کوم."

د جمهور رئیس غني په خبره، په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له بل هر وخت زیات افغانان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي، ځکه د اساسي قانون ساتونکي دي.

محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه، پياړتیا او سمبالښت ورته لومړیتوب لري.

ښاغلي غني د سولې روان بهیر ته په اشارې وویل، څوک چې اصلي افغانان دي، په مېړانه او جرات دې سوله وکړي.

افغان ځواکونه نه یوازې د هېواد خپلواکي ساتي،د نړۍ امنیت هم ساتي

د نوموړي په وینا، د افغانستان روانه جګړه اسلامي او انساني اړخ نه لري او دې برخه کې د افغانستان د حکومت داعیه برحقه ده.

ښاغلي غني په افغانستان د سولې د نه راتلو له کبله پر نړېوالې ټولنې هم نیوکه وکړه: "نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله کېږي چې د یو لوی تاریخ، لرونکی ملت او ژوندي خلک له خپل اساسي حق چې سوله ده محروم ساتلي دي او دا د زغم وړ عمل نه دی. موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو. داسې سوله چې زموږ د امنیتي ځواکونو په مټو او زموږ د خلکو په غوښتنه راشي. "

محمد اشرف غني یو ځل بیا په جمهوریت د ټینګار ترڅنګ وویل، راتلونکی جمهور رئیس به د خلکو له لوري ټاکل کېږي.

ښاغلی میاخېل وايي، تېرکال له بېلابېل پلوه افغان ځواکونو ته سخت کال و.
ښاغلی میاخېل وايي، تېرکال له بېلابېل پلوه افغان ځواکونو ته سخت کال و.

بل‌‌خوا په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر وايي، تېرکال له بېلابېل پلوه افغان ځواکونو ته سخت کال و.

شاه محمود میاخېل د پسرلي موسم چې د جګړې د پیل موسم بلل کېږي، په اشارې وویل، دا ډول پسرلي ډېر تېر شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۵ کال د کب ۹ مه د سرتیري ورځ په نوم ونوموله چې له هغې وروسته، هر کال دا ورځ په کابل او ولایتونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ننګې په پار په ځانګري مراسمو کې نمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG