د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

امریکا ته د طالبانو سرخلاصی لیک: د دوحې هوکړه بشپړه عملي کړئ


په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون, February 29, 2020
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون, February 29, 2020

طالبان وايي، په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې دا هېواد هغه موافقه بشپړه عملي کړي چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ مه دواړو لورو د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړې ده.

طالبان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې امریکا پر دې موافقې له سره غور کوي او ناټو هم په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ارزوي.

د طالبانو له خوا دغه غوښتنه، د طالبانو مرستیال مشر او د دې ډلې د قطر د سیاسي دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر د امریکا ولس ته په هغه سرخلاصي لیک کې کړې چې پرون سې شنبې (د سلواغې ۲۸مه) یې په خپله وېبپاڼه کې خپور کړی دی.

ملاعبدالغني برادر چې نژدې یو کال مخکې یې دغه موافقه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لاسلیک کړې ویلي، اوس چې د دوحې پر موافقې یو کال تېرېږي، له امریکايي لوري څخه مو غوښتنه دا ده چې له خپلې ژمنې سره سم د دې موافقې پوره پلې کېدو ته ژمن پاتې شي.

ملاعبدالغني برادر له امریکايي لوري غوښتي چې له خپلې ژمنې سره سم د دې موافقې پوره پلې کېدو ته ژمن پاتې شي.
ملاعبدالغني برادر له امریکايي لوري غوښتي چې له خپلې ژمنې سره سم د دې موافقې پوره پلې کېدو ته ژمن پاتې شي.

هغه ویلي، دا د ټولو اړخونو مسولیت او په ګټه یې ده چې دغه جګړه پای ته ورسول شي.

طالبانو له دې مخکې هم په ځلونو ویلي و چې مقابل لوری دې دغه موافقه بشپړه عملي کړي، خو د دې ډلې له خوا د امریکا ولس ته په سر خلاصي لیک کې بیا پر دې مسئلې تاکید له دې پلوه هم د اهمیت وړ دی چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې په ټوله کې پر دغې موافقې او له مخې یې له افغانستانه تر مې میاشتې پورې د ټولو امریکایي سرتیرو د وتلو پر ضرب الاجل له سره غور کوي.

په عین حال کې د ناټو دفاع وزیران هم په افغانستان کې د دې تړون د حضور د راتلونکي په اړه نن او سبا په انلاین غونډه کې خبرې کوي.

د دفاع وزیرانو سبانی غونډه به تر ډېره پر افغانستان مترکزه وي. د امریکا نوی دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د لومړي ځل لپاره په دې غونډه کې ګډون کوي.

امریکایي چاروکو تر اوسه د طالبانو د دغې وروستۍ غوښتنې په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو له دې مخکې لوړ پوړو امریکایي چارواکو په خپله طالبان له دغې موافقې څخه په سرغړونه تورن کړي وو.

چارواکو ویلي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، له القاعده سره یې اړیکې نه دي شلولي او د سولې خبرې یې په ښه نیت او اغېزمن ډول مخ ته نه دي وړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې د دوشنبې په ورځ وویل چې طالبانو د شوې موافقې ټول شرطونه نه دي عملي کړي.

هغه وویل، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، په ښه نیت خبرې وکړي او له نړيوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو شلولو په برخو خپلې ژمنې پوره کړي.

د ناټو سرمنشي وویل، ناټو له افغانستانه په وتلو کې بېړه نه کوي او د دې تړون لپاره لومړیتوب دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

ازادي راډیو په دې اړه چې ولې په اوس وخت کې طالبان د امریکا ولس ته دغه سرخلاصی لیک استوي، په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر د ویاند محمد نعیم نظر وپوښت.

ښاغلي نعیم وویل، د دې لیک هدف دا دی چې نړیوال بیا هم پوه شي چې طالبان غواړي دغه شل کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

په عین حال کې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د دغه سرخلاصي لیک پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه برخه یې تر پوښتنې لاندې راوستې چې طالبانو په کې د افغاني ټولنې د غوڅ اکثریت د ملاتړ د لرلو ادعا کړې ده.

امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې که طالبان ادعا کوي چې د ټولنې اکثریت یې ملاتړ کوي، نو ولې له انتخاباتو ویریږي او دا ډله هېڅکله هم دغه او د عمومي اجماع کلمات نه کاروي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، طالبان چې له امریکا په بشپړ ډول د دغې موافقې د عملي کېدو غوښتنه کوي، په خپله یې کله عملي کړې ده؟

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "طالبان باید د سولې د خبرو میز ته حاضر شي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي. په خواشینۍ سره طالبانو دغه دواړه نه دي کړي او قدرت ته د رسېدو لپاره یې یو ډېر جدي دریځ غوره کړی دی."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي

طالبانو امریکا ته په دغه سرخلاصي لیک دغه راز د سولې له خبرو سره په تړاو د اندیښنې وړ دوو مسولو، د ښځو د حقونو او د رسنیو د ازادي د خوندیتوب ډاډ ورکړی، خو ویلي یې دي چې د اسلامي اصولو او د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې به دغو دواړو ته ژمن وي.

طالبانو په دغه لیک کې په دې اړه که امریکا دغه موافقه بشپړه عملي نه کړي، د دې ډلې غبرګون به څه وي؟ څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې خبرداری ورکړی چې د نه تطبیق په صورت کې به یې دا ډله پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو حملې له سره پیل کړي.

د دغې موافقې تر لاسلیک وروسته طالبانو په تېر نژدې یوه کال کې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو باندې له حملو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG