د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه؛ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو برخلیک ټاکل کېږي


ارشیف، افغانستان کې د ناټو ځواکونه
ارشیف، افغانستان کې د ناټو ځواکونه

د ناټو دفاع وزیران همدا اوونۍ افغانستان کې د خپل مأموریت په اړه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړوي.

غونډه بروکسل کې د وېډیو کنفرانس له لارې د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړېږي او دا پرېکړه په‌کې کېږي چې ناټو دغلته خپل نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسوي او که نه.

ناټو داسې مهال دا برخلیک ټاکونکې غونډه جوړوي چې لا هم د چارواکو په خبره دغه هېواد کې تاوتریخوالی او جګړې روانې دي.

ټاکل شوې سبا دوشنبه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د غونډې د څرنګوالي په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

ناټو دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري لري او دې غونډه کې همدا بحث کېږي چې دغه ځواکونه د روان میلادي کال په مې میاشت کې وباسي او که‌یې حضور وغځوي.

له افغانستانه په همدې مې میاشت کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، هغه ژمنه ده چې امریکا د دوحې په تړون کې طالبانو ته ورکړې ده.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

تړون کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو شرطونه دا ښودل شوي چې طالبان به د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او له افغان دولت سره به سولې ته کېني.

اوس افغان چارواکي او په ظاهره‌یې یو شمېر نړیوال شریکان د طالبانو په دې ژمنو شک لري.

د امریکا د نوې ادارې څو چارواکو ویلي چې له طالبانو سره د دوحې تړون ارزوي چې وګوري څه په‌کې راغلي او طالبانو خپلې ژمنې څومره پر ځای کړې دي.

همدا پرون د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل چې طالبان د پسرلنۍ جګړې لپاره چمتووالی نیسي او تور یې پورې کړ چې طالبانو په همدې هدف په پاکستان کې غونډه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

طالبانو بیا همدې او ورته نورو نیوکو ته په غبرګون کې یوه تفصیلي اعلامیه خپره کړې او د ځان سپیناوی یې کړی دی.

طالبانو ویلي، دوی له امریکا سره د دوحې لاسلیک شوي تړون ته ژمن دي او په خبره‌یې د جګړې او تاوتریخوالي کچه‌یې هم کمه کړې ده.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې "ځیني اړخونه او د سولې ضد څېرې" افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاته کېدو او د دوی په ټکو د "اشغال" د دوام هڅه کوي.

طالبانو ناټو ته په خطاب کې ویلي چې باید "غلطه محاسبه ونه‌کړي"، د جګړې دوام د هېچا په ګټه نه‌دی او زیاته کړې یې ده، "هر څوک که د جګړو او اشغال دوام غواړي، مسؤلیت به‌يې لکه د تېرو ۲۰ کلونو په شان د هغوی په غاړه وي".

د ناټو عمومي منشي په دې وروستیو کې ویلي، دوی د افغانستان د مأموریت په اړه له یوې پېچلې معما سره مخامخ دي او په خبره‌یې دغلته هره پرېکړه ګټې او زیانونه لري.

ینس سټولټنبرګ ډاډ ورکړی چې له افغانستانه د وتلو او یا دلته د پاته کېدو پرېکړه به‌یې په حالاتو پورې تړلې وي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

په همدې حال کې جرمني چې د ناټو په چوکاټ کې مهم ځای لري ویلي، غواړي افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور وغځوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ تر میاشتې نتیجه نه‌ورکوي، نو ځکه دوی باید افغانستان کې نوې سناریو ته ځانونه چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG