د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

محب: طالبان مذاکرات نه بلکې مطلق واک غواړي


په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان مذاکرات نه بلکې مطلق واک غواړي.

په داسې حال کې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان مذاکرات نه غواړي.

حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیت شورا له اونیزې غونډې وروسته د امنیتي سکتور له مسئولینو سره په ګډه خبري ناست کې وویل، طالبان له چاسره مشارکت ته چمتو نه دي، بلکې مطلق واک غواړي.

حمدالله محب
حمدالله محب

محب وویل: "طالبان نه غواړي، چې مذاکرات وکړي، هغه اطلاعات او معلومات چې لرو یې، هغه دا دي چې طالبان مطلق واک غواړي، بیا هم تکراروم، طالبان مطلق قدرت غواړي، په هیڅ صورت نه غواړي، چې له چا سره مشارکت ولري، که مشارکت هم ولري، هغه کسان چې دوی ته تسلیم شي که دوی(طالبان) وغواړاي، که یوه څه یې په حکومت کې ورکول هغه به هم د طالبانو په خوښه وي."

ښاغلي محب زیاته کړه، د دې پرځای چې طالبان مذاکرات وکړي، نورو هېوادونو ته په سفرونه ځي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل په یاده غونډه کې تمه وښوده چې طالبان به سوله وکړي، خو ټینګار یې وکړ، که دوی جګړې ته پلان لري، له ځنډ پرته به افغان ځواکونه له فعال دفاعي حالت ووځي او حمله به پرې وکړي.

شاه محمود مياخېل
شاه محمود مياخېل

مياخېل وویل: "فعال دفاعي حالت دې ته نه وايي، چې دوی دې استراحت وکړي، هلته د عملیاتو پلان جوړوي، موټر بم چمتو کوي، مقناطسي ماینونه دې جوړوي، هر چېرې چې موږ داسې هستې ووینو ورباندې عملیات کوو، نو په دغه حالت کې موږ فعال دفاعي حالت کې نه یو اوس عملاً د کندهار په ارغنداب او د ننګرهار په شیرزاد او خوګیاڼو کې عملیات روان دي."

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کندهارپه ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه موټربم چاودنه کېو چې طالبانو یې مسئولیت منلی، ۱۲ پولیس ټپیان شول.

د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي، چې د ارغنداب ولسوالۍ په عملیاتو کې یې ۱۸
طالبان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د کندهار د ننني موټر بم په اړه ويلي، چې په دغه بريد لسګونه افغان ځواکونه ته مرګ ژوبله اوښتې.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې۲۲۴ تنه نیولي، چې له ډلې یې ۱۳۰ تنه په ترهګریزو کړونو کې لاس درلود.

احمد ضیا سراج
احمد ضیا سراج

طالبانو د حمدالله محب د څرګندونو په اړه بيا څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې تازه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی جګړې کمې کړي او له امریکا سره کړې د هوکړې ته ژمن دي.

د دغې ډلې په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ټول جهتونه دې له پروپاګند، پارونو بې بنسټه ادعاوو تېر او وعدو ته دې ژمن پاتې شي.

XS
SM
MD
LG