د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

کانګرس ته د افغانستان په اړه استول شوي راپور ته د افغان حکومت او طالبانو غبرګون


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

د افغانستان حکومت هغه راپور مثبت وارزاوه چې د امریکا د کانګرس په غوښتنه د افغانستان د مطالعاتو ډلې برابر کړی او له طالبانو سره د واشنګټن پر تړون د بیا ارزونې او په ټوله کې د افغانستان له دولت سره د سولې د هڅو پر ملاتړ ټینګار کوي.

طالبان د افغانستان د مطالعاتو ډلې راپور "نیمګړی" بولي.

په راپور کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره هغه ضرب‌الاجل وغځوي چې له طالبانو سره د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون د عملي کېدو یو عمده شرط دی.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان له ملي راډیو ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې دوی د دغه راپور له جزئیاتو خبر دي او د محتوا ملاتړ یې کوي.

ښاغلي صالح وویل چې په دغه طرحه کې پنځه مهم موارد ځای شوي او په ټوله کې هغه سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د دولت د هڅو ملاتړ کوي.

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

ښاغلی صالح زیاتوي: "امریکا ژمنه ده چې د افغانستان له دولت سره به یوې مطلوبې سولې ته د رسېدو په لاره کې همکاري کوي. سولې ته د رسېدو دغه هدف تعریف شوی او هغه دا چې افغانستان باید ولسواک پاتې شي، افغانستان باید د ټولو افغانانو کور وي. دلته سوله باید د نورو د منزوي کېدو په معنی نه‌وي او په عین حال کې باید هېڅ وګړمحوری ارزښت تر پښو لاندې نه‌شي."

تر دې مخکې هم د افغانستان حکومت چې له طالبانو سره د واشنګټن پر شوي تړون انتقاد کړی و، د بایډن له ادارې یې غوښتي و چې پر دغه تړون له سره کتنه وکړي.

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دغه راپور کې ویلي چې که ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي ښایي دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي، سیمه بې‌ثباته شي او د القاعده ګواښ بېرته راژوندی شي.

په راپور کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د مې د لومړۍ نېټې د وروستي ضرب‌الاجل د غځولو ترڅنګ دغه‌راز غوښتنه شوې چې په دې هېواد کې د ځواکونو کمول دې د سولې په خبرو کې په پرمختګ او په دې پورې وتړي چې ایا طالبان شخړې کموي او د القاعده مخنیوی کوي.

راپور دغه‌راز له واشنګټنه غواړي چې له افغان سولې څخه دې لاس نه‌اخلي، خو د بریالیتوب لپاره‌یې د مې تر لومړۍ نېټې پورې شرایط نه‌دي برابر.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېر۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون یو شرط هم همدا دی چې ټول امریکایي ځواکونه دې د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې یعنې د روان م کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې تړون

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دغه راپور کې ویلي چې متحده ایالات باید په اسانۍ طالبانو ته یوه بریا په لاس ورنه‌کړي. دا هغه انتقادونه منعکسوي چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره طالبانو ته د زیاتو امتیازونو ورکولو په خاطر د ټرمپ پر ادارې شوي وو.

د افغانستان د مطالعاتو دغه ډله چې کانګرس په ۲۰۱۹ کې جوړه کړې، مشري يې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرال جوزف ډنفورد او پخوانۍ جمهوري‌پاله سناتوره کیلي ایوت په ګډه کوي.

جنرال ډنفورد خبریالانو ته وویل چې دغه راپور یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په ګډون د ولسمشر جو بایډن همکارانو ته سپارلی او هغوی هم ګټور بللی دی.

نوموړي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې د احتمالي خطرونو په اړه وویل: "افغان ځواکونه به په عملیاتي او د تمویل په برخو کې ډېر زیات د امریکا په مالي مرستو پورې تړلي او پر دغو مرستو به تر یوه وخته پورې متکي وي. د امنیت په اړه په ټوله کې موږ دا جاج اخیستی چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې د کورنۍ جګړې احتمال زیات دی."

جنرال جوزف ډنفورد
جنرال جوزف ډنفورد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وویل، د بایډن اداره په پام کې لري چې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي او له القاعده سره د طالبانو د اړیکو د شلولو، د شخړو د کمولو او د سولې په خبرو کې د ښکېلتیا په برخو کې د دې ډلې کړې ژمنه له سره وارزوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ سره له دې چې په افغانستان کې شخړې زیاتې شوي، تېره میاشت په دې هېواد کې د ځواکونو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم کړ. امریکایي چارواکو وویل، طالبان تر اوسه له القاعده سره اړیکې پالي او بین‌الافغاني خبرې هم په ټپه درېدلې دي.

طالبانو بیا ویلي، القاعده نوره په افغانستان کې حضور نه‌لري او هم‌یې داسې نښې ښکاره کړي چې که د مې تر لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې بهرني ځواکونه پاتې شي، نو به بیا پرې حملې پیل کړي.

طالبانو چې له واشنګټن سره د شوي تړون پر عملي کېدو ټینګار کړی، د دغه راپور په وړاندې غبرګون کې یو ځل بیا د شوي تړون پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي صوتي پیغام کې د دغه راپور جزئیات نیمګړي وبلل.

په عین حال کې جمهوري‌پال مخکښ سناتور لندسي ګراهام چې له طالبانو سره د ټرمپ پر تړون‌یې اندېښنه ښودلې وه، دغه راپور وستایه. هغه پرون په یوه بیان کې وویل، د بایډن له ادارې سره‌یې په دې اړه خبرې کړي او هغوی داسې نښې ښودلي چې سپارښتنې به‌یې عملي کړي.

جمهوري‌پال لېندسي ګراهام
جمهوري‌پال لېندسي ګراهام

ګراهام دا هم ویلي چې روان میلادي کال پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي بریدونو ۲۰مه کلیزه ده او دی به هېڅکله دا هېر نه‌کړي چې دغه جګړه څرنګه پیل شوه. د هغه په وینا موږ افغانستان ته شا کړې وه چې دا به بیا هېڅکله هم تکرار نه‌شي.

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دغه راپور کې چې د کانګرس په غوښتنه‌یې برابر کړی، دغه‌راز سپارښتنه کړې چې د امریکا پر پالېسۍ دې له سره کتنه وشي ترڅو دا مسئله یقیني شي چې په دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د دولت د پلاوو ترمنځ د سولې په خبرو کې یوه دایمي حل لاره رامنځته شي.

په راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې د مې د لومړۍ نېټې د ضرب‌الاجل غځول به د بایډن له ادارې سره مرسته وکړي چې په مشروط ډول له دې هېواده د نورو ځواکونو د ایستلو، د طالبانو له‌خوا د شخړو د کمولو، له القاعده سره د دې ډلې د اړیکو د شلولو او په دوحه کې د سولې خبرو د پرمختګ په ګډون پر پالېسۍ له سره غور وکړي.

دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

په دې راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې دغه ځنډ به واشنګټن ته وخت په لاس ورکړي چې ملکي مرستې له سره تنظیم کړي او کابل ته انګېزې ورکړي چې د سولې په هڅو کې رغنده رول ولوبوي او د ښځو او د اقلیت حقونو ته لا پراختیا ورکړي.

XS
SM
MD
LG