د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د غښتلو دفاعي اړیکو ډاډ ورکړ


د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن له افغانستان سره د مشارکت او غښتلو دفاعي اړیکو ډاډ ورکړی.ښاغلي اسټن دا خبره بېګا له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته په خپل ټوېټر لیکلې ده.

هغه ویلي، له افغان ولسمشر سره د افغان سولې د پروسې د چټک پرمختګ د اهمیت او د افغانستان او امریکا په ګډ قوي مشارکت وغږېد.

د ښاغلي اسټن په حواله په خبري بیان کې هم د امریکا د تعهد او د دفاعي اړیکو ډاډ ښودل شوی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دواړه لوریو له سوله ییزې لارې د جګړې په حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید له اوسنۍ موقع د سولې لپاره کار واخېستل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم په یوه اعلامیه کې د دې خبرو یادونه کړې.

د ارګ اعلامیه زیاتوي چې افغان ولسمشر او د امریکا دفاع وزیر د تاوتریخوالي او هدفي ترورونو په زياتوالي اندېښنه وښوده او هغه يې وغندل.

XS
SM
MD
LG