د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

ارګ: طالبان د نظام ړنګول او واک غواړي


په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان غواړي، چې نظام ړنګ او واک ترلاسه کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په ځنډېدو سره، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کوي، چې طالبان د نظام د رنګولو په هڅه کې دي.

حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیت شورا له امنیتي ناستې وروسته د امنیتي سکټور له نورو چارواکو سره يوې ګډه خبري ناستې ته وویل: "طالب واک غواړي د نظام رنګول غواړي، نور هر څه بهانې دي، د دې قدرت د حاصلولو لپاره که د ټول افغانستان ورانول هم وي دوی ورته چمتو دي، نه یې په افغانستان او نه هم په افغانانو زړه خوږېږي، له ځان پرته ورته هیڅوک نه افغان او نه مسلمان معلومېږي، طالبان یوه ظالمه قوه ده چې د نورو په لاس باندې د افغانستان ورانولو ته يې ملا تړلې ده."

حمدالله محب
حمدالله محب

ښاغلي محب زیاته کړه، چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حال کې دي، خو نوموړي لاهم سولې ته تمه وښودله او ويې ويل، طالبان دې بهاني پرېږدي او د سولې میز ته دې کېني.

د حمدالله محب په خبره د افغانستان په اړه د امریکايي پلاوي او د افغانستان د حکومت ارزونې نږدې یوشان دي، چې تمې یې زیاتې کړي.

په همدې ناسته کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هغو اندېښنو ته په ځواب چې ګنې طالبان به په جګړو کې ښارونه او حتی د ولایتونو مرکزونه لاندې کړي وویل: "طالبان د هیڅ ښار او د ولایت د مرکز د سقوط وړتیا نه لري، که چېرې طالب د جګړې بعد انتخابوي، موږ مطلق د هېواد د فاع او د دوی د ځپلو چمتوالی لرو، یوازینۍ لاره چې دوی ته پاتې ده هغه سوله ده."

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل هم يادې خبري ناستې ته خبرې وکړې.

ښاغلي مياخېل وویل، اوس هم په یو شمېر ولایتونو کې عملاً جګړه روانه ده، طالبانو له ژمنو سره سره لا هم تاوتریخوالی نه دی کم کړي.

په ورته وخت کې طالبان په اسلامي نظام ټینګار کوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبره په ټينګار سره ازادي راډيو ته ويلي، په اسلامي نظام کې بيا اشرف غني او ملګرو ته یې ځای نه شته.

دا په داسې حال کې ده، چې بېګاه شپه د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټيلیفوني خبرې کړي.

افغان حکومت وايي، چې د دواړو خواو د خبرو تمرکز، د افغان ځواکونو په ملاتړ، سولې اود تاوتریخوالي په کمښت را ټول و.

XS
SM
MD
LG