د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

افغان حکومت د "او اى سي" له وروستۍ اعلامیې هرکلى وکړ


په کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې انځور Feb. 2, 2021
په کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې انځور Feb. 2, 2021

د افغانستان د حج اوقافو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ( او، ای، سي ) له هغې اعلامیې هر کلي وکړ چې ویلي و په افغانستان کې باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ودرول شي.

د حج او قافو وزیر محمد قاسم حلیمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اسلامي هېوادونه او سازمانونه دې په افغانستان کې د جګړې له غندنې سره د دغه هېواد د سولې پروسه ملاتړ هم وکړي.

د افغانستان دحج اوقافو وزارت وايي، ټولو نړېوالو اسلامي سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع بللې او ددې جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.

د حج اوقافو وزارت محمد قاسم حلیمي وايي، د اسلامي هېوادنو د همکاریو سازمان وروستۍ اعلامیې چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د سولې په خبرو کې د چټکټیا غوښتنه کړې د دې ښکارندوی کوي چې د افغانستان جګړه قانوني صبغه نه لري.

محمد قاسم حليمي
محمد قاسم حليمي

ښاغلي حلیمي وايي: "ټولو اسلامي هېوادنو او سازمانونو په افغانستان کې روانه جګړه حرام بللې او د افغانستان خلکو، اسلامي هېوادونو او سازمانونو له طالبانو غوښتنه کړې چې روانه جګړه پای ته روسوي خو موږ هیله لرو چې طالبان دغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او خبرو ته حاضره شي."

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ( او، ای ، سي ) د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندښنې وړ ښودلی او له افغان حکومت او طالبانو یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې خبرې د چټکې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ددې سازمان له اعلامیې هرکلی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوي دي.

په تازه پېښه کې په کابل کې د پنځمې امنیتي حوزې امر او په میدان وردګو ولایت کې د کلیو او پراختیا ریاست درې کارکونکي او ساتونکی د چاودنو له امله وژل شوي دي.

په ورته وخت کې په قطر کې هم د طالبانو او افغان مرکچي پلاو ترمنځ د خبرو په بهیر کې څه نا څه پڅ والی راغلی.

له دې سره هممهاله د نړېوالو چارو پوه داود مایار د اسلامي هېواد د همکاریو سازمان اعلامیې ته په اشاره سره وايي، دغه سازمان کولای شي په دواړو طرفونو فشار راوړي.

مايار وويل: "د اسلامي هېوادنو د همکارۍ سازمان اعلامیه په خپل ذات کې یو ښه ګام دي او د دې تر څنګ یو ډول د دوی مسئولیت هم دی چې په اسلامي هېوادونو په مهم چارو کې باید ښکېل وي. خو دلته د لوې نور مهم لوبغاړي دي لکه امریکا او طالبان چې باید له دوی سره هم له نږدې همکار پاتې شي."

له دې وړاندې د افغانستان يو شمېر ګاونډیو هېوادونو، اروپايي ټولنې او ناټو له طالبانو غوښتنه کړې وه چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

له دې سره هممهاله د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوي د اسلامي هېوادونو سازمان اعلامیې ته احترام لري او په جګړې کې غیر نظامیان نه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG