د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د افغانستان پر مخابراتو د جګړې او ناامنۍ اغېز؛ ۱۳۹۹ کال کې ۳۰۸ ټاورونه 'تخریب' شوي


ارشیف، د غزني ښار په څنډه کې د یوه مخابراتي شرکت ټاور چې اور اخیستی دی. ۲۰۱۱ کال د جون ۰۱
ارشیف، د غزني ښار په څنډه کې د یوه مخابراتي شرکت ټاور چې اور اخیستی دی. ۲۰۱۱ کال د جون ۰۱

د افغانستان پر مخابراتي سکټور د جګړې او نا امنۍ اغېز!

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، ۱۳۹۹ کال کې امنیتي ستونزو د مخابراتي خدمتونو او ښه پوښښ پر وړاندې لوی ګواښ جوړ کړی و.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دې کال کې ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په قسمي یا هم په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي.

د دې ادارې ویاند سعید شینواري ازادي راډیو ته وویل، له دې شمېر ۱۶۲ مخابراتي ټاورونه په بشپړ ډول او ۱۴۶ نور بیا په قسمي ډول ویجاړ شوي دي.

ښاغلی شینواری زیاتوي: "د دې ۳۰۸ تخریب شویو مخابراتي ټاورونو له شمېر ۷۸ د افغان ټېلېکام، ۷۸ د اتصالات، ۸۸ د افغان بیسیم، ۳۲ د ام‌ټي‌اېن او ۴۱ نور بیا د روشن مخابراتي شبکې اړوند وو چې د ويجاړېدو له امله‌یې مخابراتي سکټور ته ۱۵ ملیونه ډالر زیان اوښتی دی."

ارشیف، کندز کې مخابراتي ټاورونه
ارشیف، کندز کې مخابراتي ټاورونه

د ښاغلي شینواري په خبره، په ۱۳۹۹ کال کې ۱،۲۰۰ نور مخابراتي ټاورونه د امنیتي ګواښ لاندې و او د ۲۴ ساعته فعالیت مخه‌یې نیول شوې وه.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره له ټولو لورو غواړي چې د افغانستان د راتلونکې ۱۰۰ کلنې دې شتمنۍ د ساتنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

خو طالبان بیا په دې شمېر د مخابراتي ټاورونو ویجاړېدل نه‌مني.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، په قصدي ډول د سلام شبکې پرته د هېڅ یوه شرکت مخابراتي ټاور نه‌دی په نښه شوی: "دومره ډېر له‌منځه نه‌دي تللي، دا ادعا سمه نه‌ده."

مجاهد وايي که چېرې کوم ځای کې جګړه شوې وي او زیان اوښتی وي، په دې اړه دوی څه نه‌شي ویلی، خو په قصدي توګه داسې کوم کار نه‌دی شوی، خو دا مني چې یوازې د سلام مخابراتي شبکې پایې دوی نړولې دي.

سلام دولتي مخابراتي شبکه ده چې په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې يې په افغانستلن کې خپل فعاليت پيل کړی دی.

خو د مخابراتي شبکو د ټاورونو د نړولو تر شا څه راز پروت دی؟

د چارو شنونکی عبدالباري عارض وايي: "دوه عمده علتونه لري. یو دا چې په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې طالبان هڅه کوي چې له دې ټاورونو مالیه واخلي، هغوی چې مالیه نه‌ورکوي، دا ستونزې رامنځته کېږي. دوهم دا چې دوی فکر کوي په جنګي سیمو کې د دې ټاورونو شتون څخه په ګټې د ټیلیفوني سېګنالونو په وسیله د طالبانو ځایونه په نښه کوي."

د چارو شنونکی باري عارض
د چارو شنونکی باري عارض

د مخابراتي شبکو د ټاورونو د تخریب خبره نوې نه‌ده، خو په یوه کال کې په دومره شمېر د مخابراتي ټاورونو ویجاړول او مالي زیان‌یې د افغانستان مخابراتي سکټور اندېښمن کړی دی.

موږ هڅه وکړه چې په دې په اړه افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له مسؤلانو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شوو.

له دې وړاندې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو هم شکایتونه شوي چې په سیمو کې یې د شپې له‌خوا مخابراتي شبکې کار نه‌کوي او د دې کار علت هم د طالبانو له‌خوا پر مخابراتي شبکو وضع شوی محدویت بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG