د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۹

د مخابراتي شبکو د انټرنېټ له ټیټ او خراب کیفیت د کابل ښاریانو شکایت

د مخابراتو وزارت
د مخابراتو وزارت

یو شمېر کابل ښاریان د مخابراتي شبکو د انټرنېټ له ټیټ او خراب کیفیت څخه شکایت کوي

دوی وايي، د مخابراتي شبکو کیفیت تل خراب وي، خو د قرنطین په ورځو کې چې دوی ښه خدماتو ته اړتیا لري، دا ستونزه یوه په دوه شوې.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثتبو پېښو په زیاتېدو او په ښارونو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې د قرنطین له شدت سره سم، ښکاري چې له انټرنېټ څخه د خلکو ګټنه هم زیاته شوې ده.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، دوی د قرنطین په شپو او ورځو کې نسبت بل وخت له انټرنېټ زیاته ګټه اخلي.

د دوی له قوله، د قرنطین په ورځو کې د مخابراتي شبکو کیفیټ ډېر خراب شوی او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

کابل مېشتي حشمت بهزاد ا ازادي راډیو ته وویل: "خلکو تل له دې ستونزې شکایت کړی، په دې شپو ورځو کې هم د قرنطین او له انټرنېټ د زیاتې ګټنې له کبله، د انټرنېټ کیفیت واقعا خراب شوی دی او نه کېږي چې په سم ډول څوک خپل کار مخ‌ته یوسي."

آرشیف
آرشیف

د کابل ښار بل اوسېدونکی انعالم صالحي وايي: "له هغه وخته چې قرنطین پیل شوی دی، له انټرنېټ د خلکو ګټنه زیاته شوې ده او دا موضوع سبب شوې چې د انټرنېټ کیفیت خراب شي، خو د مخابراتو وزارت دې ټکي ته هېڅ پام نه دی کړی."

کابل ښاریان داسې مهال د مخابراتي شبکو د خراب انټرنېټي کیفیت له کبله سرټکوي چې له دې وړاندې د "اترا چېرې ده؟" په نوم د دې ستونزې د حل لپاره یو کمپاین هم پیل شوی و چې هغه مهال یې یادې ادارې د حل ژمنه کړې وه.

خو اوس د مخابراتو د تنظیم اداره بیا هم دا ستونزه مني او وايي، مخابراتي شبکې تل د خراب او ټیټ کیفیت لرونکي انټرنېټي خدماتو د وړاندې کولو له کبله جریمه شوي دي.

د اتر د څارنې او کنټرول رئیس سید حارث مهر ازادي راډیو ته وویل، بنسټیزه ستونزه په فایبر کې ده.

د ده له قوله، اوس‌مهال یوازې یو فایبر ټول افغانستان ته انټرنټ ورکوي او خدمتونه یې هم په میاشتني ډول په زر ګونه ځله پرې کېږي.

آرشیف
آرشیف

هغه زیاته کړه: "اساسي موضوع فایبر دی چې موږ تر اوسه هم یو معیاري فایبر نه لرو، د فایبر پرته هېڅ بدیل نه‌شته."

ښاغلی مهر زیاتوي، د دې ستونزې د ژر حل لپاره بله لار نه‌شته، تر هغه چې یو معیاري فایبر جوړ شوی نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د انټرنېټ د خراب کیفیت سربېره، خلک د مخابراتي شبکو له لوړو بیو هم شکایت کوي او له حکومت یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG