د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د لوګر اوسیدونکي د مخابراتي خدمتونو له کیفیته خوښ نه‌دي


د لوګر اوسېدونکي د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونوله خراب کیفیت شکایت کوي او زیاتوي چې دوی له‎دې کبله د پرله‎پسې ستونزو سره مخامخ دي.

هغوی وايي، سره له‎دې چې خلک په اقتصادي لحاظ کمزوري دي، خو په اوسني وخت کې نوې ټکنالوژۍ ته اړتیا ډېره شوې او هغوی اړ دي چې ټیلیفون او انټرنیټ وکاروي.

د دوی په وینا د مخابراتي شبکو خدمتونه دومره کمزوري دي چې یو کس باید د مقابل لوري سره په خبرو کې د حل مطلب لپاره څو، څو ځلې ټیلیفون وکړي.

سمیه وال له مخابراتي شبکو او د افغانستان د مخابراتو او مالوماټي ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو غواړي چې په لوګر کې ټیلیفوني او انټرنیټي ستونزې حل کړي.

د لوګر اوسیدونکی نورمحمد عابد ازادي راډیو ته وايي:

"په لوګر کې په عمومي ډول مخابراتي شبکې په سم ډول کار نه کوي، حتی په پل علم کې چې کله یو چاته زنګ وهې، نو جواب درکوي چې له ساحې دباندې ده، نو چې په مرکز کې يې دومره ستونزې دي، په ولسوالیو کې به څه حال وي، له اړوندو مسؤلینو مو غوښتنه دا ده چې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ښه کولو لپاره کار وکړي، ځکه اوسمهال يې په لوګر کې کیفیت ډېر ټيټ دی. "

د لوګر د ولایتي شورا غړي هم له سیمه والو سره د ټیلیفون او انټرنیټ د کمزورو خدمتونو په خبره کې همغږي دي او وایي چې هلته د ورځې له طرفه په انټرینټ کې د ایمیل خلاصول هم ستونزمن وي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي حسیب ستانکزي وویل:

"هغه مخابراتي شبکې چې په لوګر کې فعالیت لري، لکه افغان بیسیم، روشن، افغان تیلي کام، MTN، اتصالات سلام او نور دا ټولې دلته ډېر ضعیفه کار کوي، حتی مو نشو کولای ډېر عادي لیکلی پیغام خلاص کړو، سره له دې چې د سیمې خلک غریب دي، خو نوې ټکنالوژی ته یوه اړتیا ده، خو متاسفانه په لوګر کې دا شبکې بې کیفیته کار کوي. "

په لوګر کې د یو مخابراتي شرکت ولایتي مسؤل وزیر خان احمدزی د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کیفیت د خرابوالي لامل د مخابراتي کمپنیو دپېرودونکو ډېریوالی او د نصب شویو انتونونو کموالی بولي.

نوموړی وایي، هغه مخابراتي شبکه چې دوی ورسره کار کوي، غواړي په بېلابېلو سیمو کې نور انتنونه هم نصب کړي تر څو ظرفیت یې لوړ او خدمتونه يې ښه شي.

ښاغلی احمدزی وړاندې وايي:

"د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې پرته له خرواره ټولې مخابراتي شبکې فعاله دي، په خپله د ایم ټي این مخابراتي شبکې کاروونکي بیخي زیات دي، اوس مو څلور انتنونه نصب کړي، کوښښ کوو چې انتنونه ورته نور زیات کړو، تر څو کیفیت يې ښه شي. "

بل لوري ته د لوګر چارواکي د ټیلیفون او انټرنیټ کاروونکو یادې ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د مخابراتي شبکو د کاروونکو شمېر ډېر شوی دی.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر عبدالرحمن ناصري وایي، دوی ته شکایتونه رسېدلي او له وزارت سره یې شریک کړي تر څو د مخابراتي شبکو په خدمتونو کې ښه والی راشي.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر عبدالرحمن ناصري
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر عبدالرحمن ناصري

انجینر عبدالرحمن ناصري وویل:

"هو، دا ستونزې واقعیت لري، موږ ته شکایتونه رسیدلي دي، تاسو ته بهتره مالومه ده چې په لوګر کې د موبایل او اڼترنیټ کاروونکو تعداد زیات شوی دی، دا ستونزه مو د اړوند وزارت سره شریکه کړې ده، هڅه کوو چې دا ستونزې په نږدې وخت کې حل کړو. "

د یادونې وړ ده په لوګر کې دا مهال د افغان تیلي کام، سلام، افغان بیسیم، اتصالات، MTN او روشن تلیفوني شبکې فعالیت لري چې یو شمېر يې د انټرنیټ ۳جي خدمتونه هم وړاندې کوي، خو کاروونکي يې په پرلپسې توګه له خدمتونو شکایت لري او وايي، چې کیفیت يې خراب دی.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG