د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

ځیني خصوصي مخابراتي شرکتونه د پېر له بیو شل چنده انټرنټ ګران پلوري


په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي مخابراتي شرکتونو له خوا انټرنټ له هغې بیې چې پېري یې، نېږدې شل چنده لوړ پلورل کېږي.

د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت چې د انټرنټ عمده واردوونکی دی، وايي چې دوی په اوسط ډول له بهرنیو هېوادونو یو GB انټرنټ له ۹ تر ۱۱ افغانیو پورې اخلي او په مخابراتي شرکتونو یې له ۱۳ تر ۱۴ افغانۍ پورې پلوري.

خو د یو شمېر دغو خصوصي مخابراتي شرکتونو د انټرنټي خدمتونو د لېست له مخې یو GB انټرنټ په ۲۵۰ افغانۍ خرڅېږي چې نېږدې شل چنده لوړ دی.

د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د بازار موندنې رئیس ګل نواز منګل د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: مونږ له هر هېواده د انټرنټ بېلابېل قیمتونه لرو، یو GB په لس افغانۍ تمامېږي، بیا یې مونږ خصوصي شرکتونو ته له ۱۳ تر ۱۵ افغانیو پورې ورکوو، تر ډېره پورې انټرنټ مونږ له ازبکستانه اخلو، کمه اندازه له ایران څخه، همدارنګه له پاکستانه یې هم اخلو، اوس مونږ هڅې شروع کړي چې له چینه یې هم ترلاسه کړو.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وینا، دا مهال په افغانستان کې شااوخوا لس میلیونه خلک انټرنټ کاروي.

افغانستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو د نوري فایبر شبکې له لارې انټرنټ واردوي، خو په دغه هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو په پرتله د انټرنټ بیه لوړه ده.

په ګاوندي هېواد پاکستان کې یو GB انټرنټ د یوې میاشتې پر مخ په ۹۰ کلدارې او په هندوستان کې بیا په ۴۰۰ هندي کلدارو د درېيو میاشتو لپاره په اوسط ډول هره ورځ یو نیم GB ورکول کېږي چې په یاد پکېج کې کورنۍ اړیکې هم وړیا دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان خصوصي مخابراتي شرکتونو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

بل خوا د خصوصي مخابراتي شرکتونو تر څنګ یو شمېر هغه خصوصي شرکتونه چې یوازې خلکو ته د انټرنټ خدمتونه وړاندې کوي، هم بیې یې خورا لوړې دي.

دوی خپل انټرنټ په پېرودونکو له هغې بیې چې پېري یې، شپږ سلنه لوړ پلوري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس له ګاونډيو هېوادونو انټرنټ د سرعت پر بنسټ د یو MB پر ثانیه له ۶ تر ۱۰ ډالرو پورې اخلي.

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: د هرې ثانیې MB انټرنېټ بیه له ۶ تر ۱۰ ډالرو پوري ده چې شرکتونو ته په اوسط ډول له ۳۸ تر ۴۵ ډالرو پورې دی، خو دا قیمتونه توپیر کوي.

خو په افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکي یو شمېر شرکتونه وايي، لوړه مالیه، امنیتي ننګونې،د کارکوونکو لوړ معاشونه او د ځای د کرایې په ګډون د بېلابېلو ستونزو او لګښتونو له امله د انټرنټ قیمتونه لوړېږي.

د دغو شرکتونو له ډلې یو هم ندا ټلیکام دی.

د دي شرکت د تخنیکي برخې رئیس عبدالصبور وویل: کله چې مونږ افغان ټلیکام څخه سرویس اخلو، په دې بیا هر شرکت مکلف دی چې دولت ته مالیه ورکړي او که چېرې د دفتر ټول لګښتونه وسنجول شي، نو دا انټرنټ مونږ ته په ګرانه تمامېږي او طبعي ده چې کله یې مونږ پلورو، نو بیه یې لوړېږي.

هېره دې نه وي چې په افغانستان کې د انټرنټ پېرودونکو په وار وار په دې برخه کې خپل غږ پورته کړی او د قیمتونو له لوړوالي یې شکایت کړی، خو د دوی په وینا انتقادونو یې کوم ځای نه دی نیولی او نه هم په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شوي دي.

خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له ډېرو هڅو او ځینو اقداماتو وروسته په دې توانېدلي چې د انټرنټ بیې یو څه راکمې کړي.

دغه وزارت وايي، د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ کار روان دی چې په دې سره به د انټرنټي خدماتو کیفیت لاښه او بیې به یې نورې هم راټیټې شي.

XS
SM
MD
LG