د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

"د ګرځنده ټیلیفوني شبکو ۲ لسیزې وشوې خو د نورستان منډول ترې پاتې"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د لویديځ نورستان د منډول ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په افغانستان کې د ګرځنده ټیلیفوني شبکو د فعالیت دوه لسیزې پوره شوې، خو د دوی په ولسوالۍ کې لا هم خلک له دې اسانتیا بې برخې دي.

دوی وايي، که د نورستان په منډول کې چاته د ټیلیفون کولو اړتیا پېښه شي، نو باید تر ګاونډۍ ولسوالۍ دواب پورې مزل وکړي او له هغه ځایه ټیلیفون وکړي، دا ځکه چې د نورستان په لویدیځ کې تر مرکز لېرې پرتې، دې ولسوالۍ کې لا هم ټیلیفوني شبکې فعالیت نه لري.

د منډول یو اوسیدوونکی زبیر احمد وايي، اوس چې د افغانستان په نورو سیمو کې ټیلیفون د اړیکو ټینګولو مهمه وسیله ګرځېدلې، د دوی په سیمه کې یې نشتوالي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

احمد زیاتوي:" موږ د ټیلیفون کولو لپاره دواب ولسوالۍ ته ځو، په ساعتونو مزل کوو .له هغه ځایه خپله ستونزه حلوو .که دلته کومه شبکه راوړل شي، نو له یادو مزلونو او کړاونو به خلاص شو. "

محمد یعقوب د منډول بل اوسیدونکی وايي، په تېرو شلو کلونو کې د هېواد ډېری سېمې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلي او خلک يې د ټیلیفونې اسانتیاو برخمن شو، خو د منډول اوسیدونکي لا هم ترې بې برخې دي: "د حکومت شل کاله تېر شول، خو متاسفانه چې د منډول په ولسوالۍ کې د مخابراتو کومه پایه نه ده نصب شوې، منډول یوه لویه ولسوالۍ ده،اتیا کلي لري او په زرګونو نفوس لري، په یادو اتیاو کلیو کې د مخابراتو یو شرکت هم فعالیت نه کوي، خلک ستونزو سره لاس او ګریوان دي. "

د نورستان پارون سیمه
د نورستان پارون سیمه

چارواکي هم مني چې د نورستان په منډول کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې یاده ستونزه هواره کړي، خو هلته شته نا امنیو يې د کار مخه ډب کړې ده: " موږ د منډول ولسوالۍ په برخه کې د روشن دوه انتنه په پام کې لرل، یو ځل مو د انتقال هڅه وکړه ،خو د ناامنیو له امله په دې نه یو بریالي شوي چې دغه انتنونه هلته و رسوو، د دې ترڅنګ مو دوه نور انتنونه باندې هم کار روان کړی چې دا به د دواب او منډول ولسوالیو ترمنځ ساحو کې لګول کېږي. ."

نورستان غرنی ولایت دی چې په کې د تګ راتګ لارې لا هم ستونزمنې دي پر دې سربېره د دې ځای اوسیدونکي وايي، د روغتیا او تعلیم په شمول په ګڼو برخو کې له پامه غورځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG