د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

پنټاګون: افغانستان کې تاوتریخوالي ډېر لوړ دی افغانان ترې کړیږي


په کابل کې له یوې چاودنې وروسته د یوې افغانې مېرمنې ویر, December 15, 2020
په کابل کې له یوې چاودنې وروسته د یوې افغانې مېرمنې ویر, December 15, 2020

امریکايي چارواکي وايي چې افغانستان کې تاوتریخوالی په ډېره لوړه کچه روان دی او دې وضعیت ټول خواشیني کړي دي.

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کې لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د روانې وضعې په اړه څرګندونې کړي دي.

له دې ډلې د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري ناسته کې وویل: "په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر لوړ دی. د کرښې پای دی او افغانان ترې کړیږي. دا مهمه مسئله ده. دا هغه څه دي چې موږ اوس ډېر تمرکز پرې لرو. په همدې خاطر هم موږ غواړو چې یو سیاسي جوړجاړی ترلاسه کړو، څو دا جګړه په مسوولانه او ثابته لار پای ته ورسوو."

د پنټاګون ویاند جان کربي
د پنټاګون ویاند جان کربي

هاخوا د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې هم یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی په ډېره لوړه کچه روان دی.

د فرانسې له خبري اژانس سره دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي د نوم د نه خپرولو په شرط ویلي دي چې روان وضعیت له شک پرته د افغانستان د روان کړکېچ د هر ډول حل مخه نیسي.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري تړون ته بیا کتنه پيل کړې او ګوري چې طالبان له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو او د تاوتریخوالي د کمولو په څېر ژمنې پر ځای کړي که څنګه؟

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ویلي، طالبان د ډېری هدفي وژنو مسوولین دي او دې ډلې د تاوتریخوالي یو سیسټم رامنځته کړی.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري تړون ته بیا کتنه پيل کړې
د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري تړون ته بیا کتنه پيل کړې

سره له دې چې د بایډن ادارې لومړی له طالبانو سره د امریکا د شوي تړون د دوام تعهد ښودلی و، خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي په خبره له جدي معضلو سره مخ ده.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي که واشنګټن په افغانستان کې د پاتېدو پرېکړه وکړي، په دې سره به امریکايي ځواکونه چې تېر یو کال یې په جګړه کې یو سرتیری هم نه دی وژل شوی یو وار بیا د طالبانو له بریدونو سره مخ شي.

له بلې خوا که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ایستل کېږي هم د فرانسې د خبري اژانس د راپور په خبره افغان حکومت به د ترهګرۍ له یوې تازه څپې سره چې وینې به په کې وبهیږي او له یاده ایستل به یې نړۍ ته هم ناممکنه وي مخ شي.

د امریکا – افغانستان د وضعیت څارونکي او د نظر خاوندان وايي، که امریکايي ځواکونه پاتېږي د سولې د خبرو د پياوړتیا لپاره به وي.

د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد دوکتور علي احمد جلالي
د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد دوکتور علي احمد جلالي

له دې ډلې د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد دوکتور علي احمد جلالي ازادي راډيو ته وویل: "که امریکا خپلې قواوې د مې په میاشت کې یعنې د مې په اوله له افغانستانه وباسي لکه څنګه چې د دوحې په موافقه کې یې تعهد کړی دی، فکر کوي دا ستونزې چې د سولې د مذاکراتو په برخه کې موجودې دي، سولې پیشرفت نه دی چې باید کړی يې وای په هغه صورت کې دا مشکلات نور هم زیاتیږي. هدف دا دی چې د قواو موجودیت پس له مې نه باید د دې لپاره په کار واچول شي چې طالبان دې ته راضي شي یا شرایط دې ته مساعد شي چې د افغانستان د سولې مذاکرات بېرته تقویه شي یو تحرک په کې پیدا شي. مسئله دا نه ده چې د امریکا قواوې به دایمي په افغانستان کې پاتې وي."

طالبانو بیا له امریکا غوښتی چې تر مې پورې د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو په کړې ژمنې ودریږي.

د امریکا تر څنګ ناټو هم دا اوونۍ په دې پرېکړه کوي چې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي یا یې پاتې کړي؟

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چهارشنبه د دفاع وزیرانو غونډه کېږي او "یو ستونزمن انتخاب په مخ کې لرو ځکه یا به افغانستان کې پوځي هڅو ته دوام ورکوو او یا له دغه هېواده په وتلو به دا خطر منو چې دا ځای بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شی."

XS
SM
MD
LG