د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

عبدالله عبدالله: اغېز لرونکي هېوادونه دې طالبان د سولې خبرو مېز ته وهڅوي


د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د مصالحې عالي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو غواړي چې بېرته د سولې مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

ښاغلي عبدالله پرون د دې شورا د رسنیو او عامه پوهاونې د کمېسیون په پرانیست غونډه کې دا خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله پر هغو هېوادونو چې د ده په وینا پر طالبانو اغېز لرونکي دي، غږ وکړ چې طالبان د سولې خبرو مېز ته وهڅوي.

نوموړي زیاته کړه: "د طالبانو له حرکت څخه مو تمه ده او له ټولو هغو هېوادونو چې د دې بهیر ملاتړي دي او اغېز ورباندې لري، غواړو چې هغوی د خبرو مېز راتلو ته وهڅوي. د افغانستان د مسایلو په اړه په بل هېڅ ځای کې د پردې تر شا هېڅ شی د پرېکړې وړ نه‌دي. په داسې حال کې چې له قطر څخه د مذاکراتو د کوربه‌توب او د امریکا او نورو هېوادونو د هڅو او ملاتړ څخه مننه کوم، یو ځل بیا له ټولو نړیوالو متحدینو، اسلامي هېوادونو او نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په ټولو امکاناتو سره د افغانانو د دې غوښتنې ملاتړ ته دوام ورکړي."

نږدې یوه میاشت کېږې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو دوهمه مرحله په ټپه درېدلې او د طالبانو استازو په دې موده کې ایران، روسیې او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي.

د افغانستان د سولې بهیر د دغو درېیو هیوادونو له مشرانو سره د بحث مهم مسایل وو.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې مذاکرات بند شوي نه‌دي، بلکې د ده په وینا په خبرو کې ځنډ یوه طبیعي خبره ده.

په سپټمبر میاشت کې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د لومړني پړاو له پیل سره په هېواد کې د اوربند او د تاوتریخوالي د کموالي هیلې پیدا شوې وې.

خو د چارواکو په خبره تاوتریخوالی تر پخوا لا ډېر شوی دی.

ښاغلي عبدالله په پرونۍ غونډه کې وویل چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه‌ده. بل‌خوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا پر طالبانو ټینګار وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تر ډېره تاوتریخوالی کم کړی دی.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "د تاوتریخوالي ډېروالی زموږ له‌خوا نه‌دی، بلکې دوی د تاوتریخوالي د ډېرېدو اصلي عاملین دي. دوی بمبارۍ کوي چې مجاهدین عکس‌العمل ته مجبوروي."

په همدې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مکنزي د منځني ختیځ په انسټټیوټ کې په یوې انلاین غونډه کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي او جګړو سطح ډېره لوړه ده.

جنرال مکنزي زیاته کړې چې د طالبانو د کړنو له کبله اندېښمن دی، هغه کړنې چې د ده په خبره د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې تر ارزونې لاندې دي.

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مکنزي
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مکنزي

دغه لوړپوړي جنرال ویلي چې د امریکا ستراتېژیک هدف دا دی چې پرېنږدي طالبان افغانستان د امریکا پر ضد وکاروي.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي توافق له مخې، که طالبان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او تاوتریخوالی کم کړي، نو امریکایي سرتېري به د ۲۰۲‍۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په یوه تازه راپور کې راغلي چې واشنګټن باید د مې میاشتې ضرب‌الاحل وغځوي.

په دې راپور کې چې د فبرورۍ پر درېیمه خپور شوی او د امریکا دواړه ګوندونه ډیمواکراتانو او جمهوري غوښتونکي یې په جوړولو کې رول لري، راغلي چې امریکا په افغانستان کې خپل سرتېري کموي، خو په دې شرط چې د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي، طالبان تاوتریخوالی راکم کړي او القاعده شبکه مهار شي.

XS
SM
MD
LG