د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

امرالله صالح: طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې پالي


 امرالله صالح
امرالله صالح

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح طالبان تورنوي چې لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې پالي.

​د امریکا-طالبانو په تړون کې د هغو ژمنو په مقابل کې چې امریکا له طالبانو سره کړي له دې ډلې یوه لویه تمه دا ده چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

هغه تمه چې د لوړپوړو افغان چارواکو او ځینو بهرنیو سیاستوالو په اند طالبانو نه‌ده پر ځای کړې.

په تر ټولو تازه مورد کې د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح فرانس ۲۴ ټلوېزیون ته په یوه مرکه کې ویلي چې القاعده عملاً د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي.

ښاغلی صالح زیاتوي: ​"د ۲۰۲۰ کال له فبروري وروسته چې طالبانو ژمنه کړې وه د القاعدې کوربه‌توب به نه‌کوي د هغوی په لیکو کې لا هم القاعدې فعالیت کاوه. د القاعدې درې مشران په نومبر کې له‌منځه یوړل شول دا له هغې ژمنې څو میاشتې وروسته وه چې (طالبانو) له نړیوالو ترهګریزو شبکو د جلا کېدو په خاطر سپارلې وه. همدارنګه ملګرو ملتونو اټکل کړی دا اوس چې زه له تاسو سره غږېږم لږ تر لږه ۵۰۰ بهرني ترهګر چې اکثر له القاعده سره تړلي دي د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جنګېږي."

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې تړون
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې تړون

ښاغلي صالح دا خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه راپور پر بنسټ چې د فبروري په درېیمه خپور شوی کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا "پر القاعدې، داعش او په هغې پورې د تړلو ډلو په اړه د تحلیل او د تعزيراتو څخه د نظارت کمېټې په خپل راپور کې ویلي: "طالبان او القاعده اړیکې لري او په بدخشان، غزني، هلمند، خوست،کونړ،کندز، لوګر، ننګرهار، نورستان، پکتیا او زابل کې د القاعدې او ورسره تړلي ۲۰۰ تر ۵۰۰ کسان فعالیت لري."

د راپور له محتویاتو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تود هرکلی کړی ځکه د القاعدې په اوسنیو جنګیالیو سربېره‌یې د القاعدې د هغو مشرانو په اړه معلومات خپاره کړي چې ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې له‌منځه وړل شوي.

د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په ۲۴مه د القاعده یو لوړپوړی غړی د رسنیزو چارو مسؤل ابو محسن المصري چې په حسام عبدالرؤف مشهور و، د غزني ولایت په اندړو کې ووژل شو.

ابو محسن المصري
ابو محسن المصري

اخوا د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې مرستیال محمد حنیف مشهور په عبدالله د نومبر په ۱۰مه په فراه کې ووژل شو.

د القاعده د دغو دواړو مشرانو وژنو ته د ملګرو ملتونو په راپور کې هم اشاره شوې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دوی وژنې ثابته کړه چې طالبان له القاعدې سره اړیکې پالي.

تازه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دوشنبه په یوه اعلامیه کې د ننګرهار ولایت لپاره د القاعدې د جلب او جذب د مسؤل د نیولو خبر ورکړ.

د اعلامیې له مخې د سید اکرام په نوم د القاعده نیول شوی غړی دوه میاشتې مخکې له سعودي عربستان ننګرهار ته ورغلی و.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغان مرستیال ولسمشر امرالله صالح د تازه څرګندونو په غبرګون د ازادي راډیو پيغام ځواب نه‌کړ.

ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

مخکې دې ډلې ویلي و چې له امریکا سره تړون ته وفاداره پاتې شوي او وخت ناوخته‌یې هغه راپورونه هم رد کړي چې دا ډله‌یې له القاعده سره په اړیکو تورنوله.

د امریکا متحده ایالاتو نوې ادارې ویلي له طالبانو سره تړون ارزوي او ګوري چې دې ډلې له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو په شمول په خپلو ژمنو وفا کړې که نه.

XS
SM
MD
LG