د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

جنرال ډنفورډ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتل د هېچا په ګټه نه دي


د کانګرس د مؤظفې ډلې غړی او د وسله والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ
د کانګرس د مؤظفې ډلې غړی او د وسله والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې له افغانستانه د پوځي ځواکونو د اېستلو په اړه د افغانستان د څېړنې د ګروپ په نوم د کانګرس له خوا د مؤظفې ډلې د راپور سپارښتنو ته کتنه کړې.

د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون د کانګرس له خوا دې مؤظفې شوې ډلې د ولسمشر جوبایډن ادارې ته سپارښتنه کړې چې له افغانستانه د وتلو بهیر پڅ کړي، د سرتېرو د اېستلو په مسئله کې له طالبانو سره د سولې د موافقې پر اساس د مې د لومړۍ نېټې له مهلت څخه په شا شي او د دې پرځای د امنیت د ښه کېدو تر وخته د امریکايي پوځیانو شمېر نور هم را کم کړي.

کانګرس دې ډلې ته دنده سپارلې چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري د ۲۹مې نېټې د موافقې بیا کتنه وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې دې موافقه کې د یوه قید مهالوېش پر اساس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې خو دې ته یې لږه پاملرنه کړې چې طالبان څومره د تاوتریخوالي د کمولو او د امنیت د ښه کولو لپاره پر خپلو ژمنو درېږي.

طالبانو د افغانستان د څېړنې ډلې راپور نیمګړی بللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د امریکا له نوې ادارې غوښتنه وکړه چې د دوحې پر موافقې عمل وکړي، خو نیویارک ټایمز د راپور په حواله لیکي چې دا موافقه د افغانستان ثبات له خطر سره مخامخ کوي او د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې د کورنۍ جګړې احتمال زیاتوي.

ورځپاڼه په دې اړه د کانګرس د مؤظفې ډلې د غړي او د وسله والو ځواکونو د پخواني لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي، د امریکايي ځواکونو په بېړه وتل د هېچا په ګټه نه دي.

ډنفورډ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې.

ورځپاڼه زیاتوي:

د ټرمپ ادارې ژمنه کړې وه چې په بهر کې د امریکا جګړې به پای ته رسوي، نو ځکه یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د پوځي ځواکونو د کمولو لپاره ټینګار کاوه.

نیویارک ټایمز لیکي چې ناټو ښايي د کانګرس له خوا د دې ډلې د راپور هرکلی وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټینبرګ پرون پنجشنبې (د سلواغې ۱۶مه) په یوه خبري غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دوحې د موافقې پر اساس خپلې ژمنې عملي کړي.

  • دې هېل

دې هېل ورځپاڼې هم په خپله نوې ګڼه کې په دې اړه په یوه راپور کې لیکي چې طالبانو د دوحې د موافقې له مخې پر خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواروي.

ورځپاڼه د افغانستان د څېړنې د ګروپ هغه سپارښتنه نقل کړې ده چې وايي، دا به ډېره ګرانه او ان ناممکنه وي چې د روان کال تر مې میاشتې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې هغه شرایط عملي شي چې پر بنسټ یې باید امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

دې هېل لیکي:

دا موافقه چې له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په بدل کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو سپارښتنه کوي، ولسمشر جوبایډن ته د ټرمپ له ادارې په میراث پاتې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال پوځي چارواکو په وار-وار ویلي چې طالبانو لا هم له القاعده سره اړیکي نه دي پرې کړي.

دوی همدا راز پر افغان ځواکونو حملې هم غندلي، خو ټرمپ له دې سره-سره د سرتېرو د کمولو لړۍ ته دوام ورکړ او د ولسمشرۍ د دورې پایته یې چې پنځه ورځې پاتې شوې د امریکايي سرتېرو شمېر یې دوه نیم زرو ته راکم کړ.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جک سولیوان او د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په ګډون د بایډن د ادارې چارواکو له هغه مهاله چې کار یې پیل کړی، ویلي چې د دوحې تړون ته به بیا کتنه وکړي او وبه ګوري چې ایا طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او که نه؟

خو هېل ورځپاڼه په پای کې د پنټاګون د ویاند جان کربي د هغې وینا یادونه کوي چې وايي، طالبانو تر اوسه د موافقې له مخې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG