د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

حنیف اتمر: ۹۰ سلنه خوشې شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي


د افغانستان له زندانونو خوشې شوي طالب زندانیان
د افغانستان له زندانونو خوشې شوي طالب زندانیان

د افغانستان حکومت یو ځل بیا جګړې ته له بنده د خوشې شوېو طالب بندیانو د تلو خبره کړې، خو دا ځل یې شمېر د بل هر وخت پرتله زیات یاد کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، ۹۰ سلنه هغه طالب بندیان چې د افغانستان حکومت له بنده خوشې کړل، بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

ښاغلي اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره ليدنه کې طالبان تورن کړي چې د سولې اړوند یې په درې برخو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

  • د جګړې ډګر ته د ۹۰ سلنه خوشې شوېو بندیانو ستنول.
  • د تاوتریخوالي زیاتول.
  • او له القاعده ډلې سره د اړیکو دوام، هغه درې برخې دي چې د بهرنیو چارو وزیر له قوله، طالبانو یې په کولو سره په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.
طالبانو د سولې اړوند په درې برخو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

له دې وړاندې د افغان حکومت ډېر شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم جګړې ته له بنده د خوشې شوېو طالب بندیانو د تلو خبره کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د ۵۰ هغو طالب بنديانو نوم‌لړ یې چمتو کړی چې له بنده د خلاصېدو وروسته د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ وايي: "طالبانو دا ژمنه کړې وه که بندیان یې خوشې شي، تاوتریخوالی به کموي. طالب بندیانو دا ژمنه او لوړه یې هم کړې وه چې دوی د جګړې لیکو ته بېرته نه ګرځي. بنديان خوشې شول، نه طالبانو تاوتریخوالی کم کړ او نه بندیان د جګړې له لیکو را وګرځېدل. موږ نږدې د ۵۰ تنو هغو بندیانو نو‌م‌لړ لرو چې له خلاصون وروسته په جګړه کې وژل شوي دي."

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ

خو طالبان بیا‌ دا خبره نه مني.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، خوشې طالب بندیان په خپلو کورونو کې دي او عادي ژوند مخ‌ته وړي.

مجاهد زیاتوي: "هغه بندیان چې خوشې شوي، ټول په خپل شخصي ژوند او عادي کارونو بوخت دي. دوی اوس عام خلک دي. همدا ډول کوم کسان چې دوی واېي، وژلي مو دي، دوی یې په خپلو کورونو کې ووژل."

د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې د هوکړې پر بنسټ، له خپلو زندانونو ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې هوکړه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې هوکړه

د دې ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غني د سولې خبرو لپاره د ښه نیت ښودو په نوم ۷۵۰ نور طالب بندیان هم خوشې کړل، خو د بندیانو له خوشې کېدو او د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د افغانستان حکومت په واضحه ټکو په دې کار پښېماني وښوده.

تردې چې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح دا کار د حکومت تېروتنه وبلله، خو له دې ټولو سره-سره په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي په ځلونو غوښتنه کړې چې پاتې نږدې ۷۰۰۰ زندانیان یې هم باید خوشې شي، هغه څه چې افغان حکومت ورسره مخالفت ښودلی.

XS
SM
MD
LG